پلخمري(پژواک، ٨ سلواغه ٩٧): د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې د جګړې له امله کابل ته د غځېدلې برېښنا مزى پرې شوى دى.
په بغلان کې د برېښنا شرکت يوه کارکوونکي د نوم نه خپرولو په شرط د سلواغې په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د دوشي ولسوالۍ په سنګ سوراخ سيمه کې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.
هغه وايي چې د دغې جګړې له امله کابل ته د غځېدلې برېښنا مزى پرى شوى دى.
ده زياته کړه چې تخنيکي ډله سيمې ته رسېدلې او ډېر ژر به برېښنا بېرته وصل کړي.
خو بغلان کې د برېښنا رياست سرپرست ياسين نوري پژواک ته وويل چې په دې اړه معلومات نه لري.
دغه راز د برېښنا شرکت په فېسبوک پاڼه کې ليکل شوي چې د کابل برېښنا د يوه ساعت لپاره پرې کيږي، ځکه چې تخنيکي ډله د بغلان د دوشي ولسوالۍ په کېله ګۍ سيمه کې د برېښنا په برخه کې د رامنځته شوې ستونزې، پر حل کار کوي.
د يادونې ده چې د روان کال له پيل راهيسې دا پنځم ځل دى چې په بغلان کې د جګړې له امله د کابل د برېښنا مزي پرې کيږي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP