Language

په مزار کې د پاکستان قونسلګري بېرته پرانېستل شوه

کابل (پژواک، ۹ سلواغه ۹۷): د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې چې د امنیتي ستونزو له امله د پاکستان قونسلګري تړل شوې وه، نن بېرته پرانېستل شوه.

پاکستان دوه ورځې مخکې وروسته له هغه خپله قونسلګري بنده کړه، چې یوې ښځې په خپل بکس کې قونسلګرۍ ته د لاسي بم لېږدولو هڅه کوله چې ونیول شوه.

په مزار شریف ښار کې د پاکستان جنرال قونسل سرفراز خان د سلواغې په ۹مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دوی نن بېرته فعالیت پیل کړی دی.

هغه زیاته کړه، ځایي مسوولینو ورته د بشپړ امنیت ډاډ ورکړی او له هغوی یې وغوښتل، چې د یادې پېښې د پلټنو پایلې ورسره شریکې کړي.

د بلخ امنیه قوماندان محمد اکرم سامع پژواک اژانس ته وویل، چې د پاکستان قونسلګرۍ ته هیڅ ډول امنیتي ګواښ نشته دی.

د ده په وينا، د یادې پېښې په تړاو پلټنې پیل شوې او پایلې به یې د پاکستان له قونسلګرۍ سره شریکې کړي.

په کابل کې د پاکستان سفارت هم ویلي، چې د افغان حکومت له خوا تر امنیتي ډاډ وروسته یې قونسلګري نن بېرته فعالیت پیل کړی دی.

login or register a new account.