Language

د ملي دفاع  وزير او د نړیوالو ځواکونو د غوڅ ملاتړ قوماندان کندهار ته سفر وکړ

کندهار (پژواک، ١١ سلواغه ٩٧): د هېواد د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدا الله خالد او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د غوڅ ملاتړ قوماندان جنرال سکاټ میلر کندهار ته سفر وکړ.

په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندانۍ ویاند صادق عیسی پژواک خبري اژانس ته وویل، اسد الله خالد او سکاټ میلر په یوې امنیتي غونډه کې ګډون وکړ. په دې غونډه کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان ډګر جنرال امام نظر بهبود او د کندهار امنیه قوماندان تورنجنرال تادین خان هم ګډون کړی وو.

د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان ډګر جنرال امام نظر بهبود په سوېل کې د روانو عملیاتو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، په روان کال کې یې په کندهار، زابل، اروزګان او دایکنډي کې ۷۱ عملیاتونه پلان کړي چې دوه عملیات لا هم په کندهار کې روان دي او د امنیت په ټینګښت کې یې ښې پایلې لرلې دي.

هغه دغه راز د ملي اردو په لیکو کې د جلب او جذب او د هغوی د روزنې په اړه وویل چې اوسمهال شاوخوا ۱۰۰۱ سرتېري تر روزنې لاندې دي او څو ټولي سرتېري تر روزنې وروسته دندو ته لېږل شوي دي.

د کندهار امنیه قوماندان تورنجنرال تادین خان وویل، په دې ولایت کې د امنیتي ارګانونو تر منځ همغږي ډېره ښه ده او پولیس د عملیاتو پر مهال له ملي اردو سره پوره همکاري کوي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد د امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره مسوولینو ته لارښوونې وکړې او د امنیت د لا ښه ټینګښت په موخه يې لازمې پرېکړې وکړې.

login or register a new account.

Related Topics