کندهار (پژواک، ۳۰ سلواغه ۹۷): چارواکي وايي، پسته په کندهار کې د کوکنارو ښه بدیل کېدای شي او هڅه کوي دغه بوټی په تدریجي توګه د کوکنارو ځای ونیسي.
په دې لړ کې د کندهار د کرنې ریاست په یوه تازه ګام کې د "مرسي کور" (MC) په نوم بهرنۍ مرستندويې موسسې په مالي مرسته د دغه ولايت په میوند، تخته پُل او سپین بولدک ولسوالیو پر کروندګرو څه موده مخکې د پستې شپږ زره نیالګي ووېشل.
د کندهار د کرنې ریاست سرپرست محمد حامد سعادت د دغو څرګندونو تر څنګ پژواک خبري اژانس ته وویل چې د يادې موسسې له خوا د يادو ولسوالیو یو شمېر کروندګرو ته د پستې د باغونو جوړولو اړوند روزنه هم ورکړل شوې ده.
هغه زیاته کړه، دغه نیالګي د ۱۰۰ جریبه ځمکې لپاره دي، چې ۴۰ جریبه په میوند، ۴۰ جریبه په تخته پل او ۲۰ جریبه په سپین بولدک ولسوالۍ کې دي.
دی وايي، د پسته ونې کمو اوبو او کم لګښت ته اړتیا لري، خو حاصل یې ډېر دی چې هم په کورنیو او هم په بهرنیو مارکېټونو کې ښه بازار لري.
د ده په خبره، دا چې پسته د کندهار له آب او هوا سره توافق لري او د وچکالۍ پر وړاندې مقاومت لري نو په دې وروستیو کې د خلکو لېوالتیا ورسره ډېره شوې ده.
دی وايي، د کرنې ریاست له تېرو درېیو کلونو راهیسې د مرستندویه ادارو په همکاري د پستې د باغونو د ترویج هڅې پیل کړي، خو دا چې د خلکو غوښتنه ډېره ده پر وړاندې یې د دوی هڅې او امکانات کم دي.
بل خوا کندهار کې له نشه یي توکو سره د مبارزې ادارې د بدیل معیشیت مسوول عبدالغفور وايي، دغې ادارې له تېرو درېيو کلونو راهيسې يې د کندهار په پنجوايي، ژېړۍ، ميوند، ارغستان او تخته پل ولسوالیو کې پر ۷۰۰ جرېبه ځمکه د پستې باغونه جوړ کړي دي.
هغه زیاتوي، دغه اداره غواړي سږ کال هم په میوند، تخته پل او سپین بولدک کې پر ۱۰۵ جریبه ځمکه د پستې نوي باغونه جوړ کړي.
دی هم وايي چې د پستې باغونو په کندهار کې ډېره ښه پایله ورکړې او که د ترویج لپاره یې پراخې هڅې وشي نو په راتلونکو څلورو- پنځو کلونو کې به د کوکنارو ځای ونیسي.
په خپله کروندګر هم د پستې د باغونو له حاصلاتو خوښ دي او وايي، په دې وروستیو کې په کندهار کې د پستې باغونو جوړولو ته ډېر پام اوښتی دی.
محمد صادق د میوند ولسوالۍ هغه کروندګر دی چې مرسته شوي نیالګي یې تر لاسه کړي او د پستې د باغ په جوړولو یې پيل کړی دی.
login or register a new account.