Language

د پکتيا اوسېدونکي: که اړتيا شي امنيتي ځواکونو سره اوږه په اوږه جګړه کوو

ګردېز (پژواک، ٨ کب ٩٧): د پکتيا د مرکز او بېلابېلو سيمو سلګونه اوسېدونکو د افغان امنيتي ځواکونو ورځې په نمانځنه کې برخه واخيسته او امنيتي ځواکونو ته يې د ګلانو په ورکولو د هغوی قدرداني وکړه.

دوی وايي، امنيتي ځواکونه د هېواد، خلکو او ملي ګټو او ارزښتونو يواځيني ساتونکي دي او د سولې او ثبات لپاره به يې په هر ډول شرايطو کې ملاتړ کوي.

د پکتيا ولايتي شورا رييس عبدالمالک ځاځي وويل چې خلک د خپل ملي پوځ او ملي بنسټونو په ارزښت پوه دي او د يادو بنسټونو او ارزښتونو مخالفت کوونکي به ونه زغمي.

دى زياتوي: ((موږ الحمدلله اسلامي جمهوري نظام لرو، خپل امنيتي ارګانونه لرو، خپل ملکي ادارات لرو، موږ ولسونه يوازې تاسو ستايو نه، بلکې زموږ د وروڼو او بچيانو په توګه مو په عملي ډګر کې ملاتړ او قربانۍ ته حاضر او اماده يو.))

ديني عالم قاري خواجه الدين حقبيان وويل چې علما د ملي ارزښتونو او بنسټونو د خونديتوب په شرط د سولې د روانو خبرو ملاتړ کوي او روانې جګړې ته ديني او مذهبي رنګ ورکول ناسم او کرغېړن عمل دی.

حقبيان وايي: ((موږ علما يو، د شريعت په چوکاټ کې په تمامه معنى درڅخه حمايت کوو، زموږ امنيتي او اداري رييسان ټول مسلمانان دي، څوک چې د دوی پر وړاندې د کفر فتوا ورکوي، دا يو بزدلانه عمل دی، اول دې خدای هدايت ورته وکړي، که د هدايت وړ نه وي، خدای دې يې نيست او نابود کړي.))

د پکتيا قومي مشر جنت خان منګل د ۲۰۳ تندر قول پر لا ځواکمنتيا ټينګار کوي او وايي چې د دې قول اردو د مسووليت ساحه اووه ولايتونه دي او د قول اردو لپاره د ځانګړي هوايي ځواک له شتون پرته ټولو سیمو ته پر وخت جنګي ملاتړ، اکمالات او د ټپيانو لېږد نه شي کېدای.

منګل وايي چې د هوا په ګرمېدو د هوايي ځواک اړتيا لا زياتيږي او بايد تندر قول اردو ته ځانګړي هليکوپتر او هوايي ځواک ورکړل شي.

نوموړي وويل:((تندر قول اردو څو هليکوپترونو ته ضرورت لري، ولسمشر بايد دې قول اردو ته md530، بلک هاک او سوپر ټوکانو الوتکې ورکړي. ځکه له پکتيا سره اووه ولايتونه د دې قول اردو د مسووليت ساحه ده او په دې ټولو کې د زخميانو او شهيدانو انتقال، همدارنګه نظامي حمايه او اکمالات وي.))

د پکتيا والي شميم خان کټوازي يو ځل بيا ژمنه وکړه چې د امنيتي ځواکونو په ليکو کې د دې ولايت شهيدانو ته به يوه، يوه نومره ځمکه او په راتلونکي پروګرام کې کوپون ورکړل شي.

کټوازي وويل: ((افغان دروند او غيرتي ولس مو د غره په شان تر شا ولاړ دی او هيچا ته به اجازه ورنه کړي چې د خپل هېواد ناموس ساتونکي يې خراب يا کمزوري شي. په تېرو اوولسو کلونو کې چې په امنيتي ځواکونو کې د پکتيا څومره ځوانان شهيدان شوي، هغوی ټولو ته نومرې ورکوو.))

د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان تورنجنرال دادان لونګ وويل چې ملي پوځ او نور امنيتي ارګانونه د لا ځواکمنېدو په حال کې دي او وسله وال طالبان د جګړې په ډګر کې خورا کمزوري شوي دي.

login or register a new account.

Related Topics