Language

د ولسي جرګې نوماندان اسدالله ماشوري په کندهار ښار کې ووژل شو

کندهار (پژواک، ١٣ کب ٩٧) : له کندهار ولايت څخه د ولسي جرګې کانديد اسدالله ماشوري  د چسپکي ماين په يوه چاونه کې ووژل شو.

د کندهار د والي وياند عزيز احمد عزيزي د کب په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن مازيګر په شاوخوا څلورو بجو د کندهار ښار د څلورمې ناحيې اړونده د فابريکې سراى ته څېرمه رامنځته شوه.

هغه زياته کړه، د ولسي جرګې د کانديد اسدالله ماشوري پر موټر چسپکي ماين نښلول شوى و، چې د چاودنې له امله يې نوموړى وژل شوى دى.

د ده په وينا، پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.

 ددغې چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى.

اسدالله ماشوري د ولسي جرګې تېرو ټاکنو کې له کندهار څخه خپلواک نوماند و او ٥٥٨ رايې يې اخيستې وې.

login or register a new account.