Language

مزارشريف کې د نوروز مراسمو ته امنيتي تدابير نيول شوي

مزارشريف (پژواک، ۲۱ کب ۹۷): په بلخ کې سيمه ييز امنيتي چارواکي وايي چې د راتلونکي نوروز جشن او جنډې پورته کولو مراسمو لپاره يې په دغه ولایت کې کلک امنيتي تدابير نيولي دي.

دوی زياتوي چې مزارشريف ښار ته په ورتلونکو ټولو لارو يې څار زيات کړی او همدا راز له هر ډول ممکنه امنيتي پېښو سره د مقابلې په موخه يې په کافي اندازه ريزرف ځواکونه هم ځاي پر ځای کړي دي.

نوروز جشن هر کال د وري يا حمل مياشتې په لومړۍ نېټه په مزارشريف کې حضرت علي (رض) ته د منسوبې جنډې په پورته کولو پيلېږي چې د بهرنيو او کورنيو مېلمنو په ګډون د حکومت لوړ رتبه چارواکي هم په کې برخه اخلي.

د بلخ امنيه قوماندان پاسوال محمد اکرم سامع پژواک اژانس ته وويل چې له تېرو څو اونيو راهيسې د بلخ امنيتي ځواکونه د نوروز جشن پر امنيتي تيارو بوخت دي.

نوموړي پر ټولو داخلي او بهرنيو مېلمنو غږ وکړ چې پرته له کومې وېرې د نوروز جشن په خاطر مزارشريف ته سفر وکړي.

د هغه په خبره، ملي اردو، ملي امنيت او ملي پوليسو په بشپړې همغږۍ د نوي کال او جنډې پورته کولو مراسمو لپاره کلک امنيتي تدابير نيولي دي.

د بلخ امنيه قوماندان وويل: ((له څو ورځو را په دېخوا موږ د مزارشريف ښار او د حضرت علي (رض) روضې ته ورڅېرمه لوړې ودانۍ او نږدې سيمې تر شديد امنيتي څار لاندې نيولي دي.))

سامع زياتوي چې د امنيتي قواوو ټولو کشفي ارګانونه په پوره همغږۍ کار کوي؛ څو د هر ډول تهديداتو مخه پر خپل وخت ونيسي.

د هغه په وينا، په ښار کې اضافي چک پاينټونه او ريزرف امنيتي ځواکونه هم ځای پر ځای شوي چې تر وروستي حده به هڅه وکړي، څو د نوروز جشن مراسمو امنيت خوندي کړي.

سامع وايي، هر هغه څوک چې د نوروز مراسمو کې مزارشريف ښار ته دننه کېږي، نو بايد خپلې وسلې په امنيتي کمربندونو کې پوليسو ته وسپاري او په خبره يې کله چې بېرته له ښاره وځي، وسلې دې له هماغه ځانګړي ځای څخه بېرته ترلاسه کړي.

امنيه قوماندان زياته کړه چې تر دې مهاله د دوی د کشفي راپورونو له مخې د نوروز جشن مراسمو پر وړاندې هېڅ ډول ګواښ نشته او ټول هيواد پرته له کومې وېرې په دغو مراسمو کې ګډون کولای شي.

په ورته وخت کې د شمال زون د ۲۰۹ شاهين قول اردو مرستيال بريد جنرال ادم خان متين پژواک ته وويل چې د ملي اردو ځواکونه د نوي کال مراسمو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

login or register a new account.