کابل (پژواک، ٢١ کب ٩٧): د امريکا د ملي امنيت سلاکار جان بولټن له پاکستانه غوښتي چې د ټولو ترهګرو پر ضد يو ډول اقدامات وکړي.
جان بولټن په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي چې پرون يې د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي سره ټيلېفوني اړيکه نيولې وه.
هغه زياته کړې چې له قريشي سره په خبرو کې یې د هندي کشمير پر ځانمرګي او د هند- پاکستان پر وروستيو شخړو او د ترهګرۍ پر ضد پر مبارزې خبرې کړې دي.
بولټن له پاکستانه غوښتي چې د ترهګرۍ پر ضد له کوم توپير پرته مبارزه او جدي اقامات وکړي.
د نوموړي په وينا، د پاکستان د بهرنيو چارو وزير په دې برخه کې ورته د همکارۍ ډاډ ورکړ.
بلخوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې په دې اړه د افغان سولې پروسې باندې هم خبرې شوې او بولټن په دې پرخه کې د پاکستان د هڅو ستاينه کړې ده.
login or register a new account.