ایبک(پژواک، ۲ ورى ۹۸): د سمنګان چارواکي وايي چې د دغه ولايت په دره صوف پايين ولسوالۍ کې د دولت پنځه وسله وال مخالفين وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.
د دره صوف پايين ولسوال عبدالیقین احمدي پژواک اژانس ته وويل چې دغه عمليات تېره ورځ له طالبانو څخه د «ازبیک پریده» امنيتي پوستې د نيولو په موخه پيل شوي و.
د نوموړي په خبره، دغو عملياتو دوه ساعته دوام پيدا کړچې په پايله کې يې ١٢ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته او ياده ستراتيژيکه پوسته د امنيتي ځواکونو لاسته ورغله .
د ده په وينا، چې په يادو عملياتو کې د بیانان، اهنګران او سفید کوتل سيمې له وسله والو پاکې شوې او په دې عملياتو کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .
ياده پوسته يوه اوونۍ مخکې د وسله والو له خوا نيول شوې وه او په ترڅ کې يې اتو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن