کابل (پژواک، ٥ ورى ٩٨): د بلخ پخواني والي او د جمعيت ګوند اجرايي رييس عطامحمد نور وايي چې د سولې له روانې پروسې په ټول قوت ملاتړ کوي.
نوموړي دغه څرګندونې د وري په ٥مه په مزارشريف ښار کې د سولې او اعتدال ټاکنيز ټيم له خوا د ولسمشر د پخواني مرستيال مارشال فهيم تلين غونډې ته وکړې.
په دې غونډه کې د ياد ټيم مشر حنيف اتمر او نورو مشرانو ګډون کړی و.
عطاءمحمد نور زياته کړه چې دوی د هغو کسانو د مخنيوي توان لري چې د سولې د راتلو مخه نيسي.
هغه وايي: ((هغوی چې ټول عمر يې په بهر کې په خوشګذرانۍ تېر کړی، د سولې پر ارزښت نه پوهېږي، دا ملت دی چې هره ورځ قرباني ورکوي او د سولې لپاره هم همدا ملت اړتيا لري.))
نوموړی زياتوي چې هم د ټاکنو لپاره او هم د سولې لپاره بشپړ چمتووالی لري.
هغه د بلخ پر امنيې قوماندانۍ راپورته شوی جنجال ته په اشارې وويل چې په ياده پېښه کې د حکومت اقدام د شرم وړ دی.
د هغه په خبره، نه يې غوښتل چې د هېواد د نظامي ځواکونو پر ضد وجنګېږي؛ نو ځکه يې جګړه ونه کړه.
د نور په وينا، تازه يې له حکومت سره نوی توافق کړی او په وينا يې چې اوس يې عملي کېدو ته شېبې شمېري.
هغه د توافق جزئيات ښکاره نه کړل خو ګواښ يې وکړ چې که حکومت يې عملي نه کړي، نو پر ضد به يې له ټولو لارو چارو کار واخلي.
د نور په وينا، توطيه دا وه څو مزارشريف کې جګړه وشي او دی په کې بدنام شي.
نوموړي د ولسمشر غني انتخاباتي ټيم ته په اشارې وويل چې هغه ټيم دولت ساز نه دی، بلکې دولت سوز دی.
login or register a new account.