فراه (پژواك، ١١ وری ٩٨): امنیتي پولیسو د فراه په مرکز کې یوه پوسته له مقاومت پرته خوشې کړې او طالبانو د دې پوستې دوه کانټینرونه سوځولي او ځیني وسایل یې له ځان سره وړي دي.
دغه پوسته د فراه د مرکز د داراباد کلي په شمال کې پرته ده. د سیمې اوسېدونکي وايي، یاده پوسته چې دېرش پولیس په کې مېشت وو، شاوخوا دوې اوونۍ مخکې دلته جوړه شوې وه.
د امید په نوم د سیمې یوه اوسېدونکي پژواک ته وویل، د ملي پولیسو سرتېري تېره شپه له دې پوستې تښتېدلي او وروسته طالبان په پوسته کې موجود دوو کانټینرونو ته اور اچولی او د پوستې ځيني وسایل یې له ځان سره وړي دي.
نوموړي نن غرمه پژواک ته وویل، طالبان له سیمې تللي خو تر اوسه امنیتي سرتېري دې پوستې ته نه دي راغلي.
د سیمې ځیني نور اوسېدونکي هم وايي چې پولیسو یاده پوسته له جګړې پرته پرېيښې ده.
د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند محب الله محب له جزیاتو پرته تایید کړه چې پولیس له یادې پوستې تښي دي.
login or register a new account.