ګردېز(پژواک، ١٣ ورى ٩٨): د سوېل ختيځ زون په مرکز ګردېز کې لا هم ګڼ شمېر رياستونه په کرايه کورونو او مارکېټونو کې خپلې اداري چارې مخته وړي .
په دغو رياستونو او ادارو کې د کډوالو، کار او ټولنيزو چارو، ترانسپورټ، د کانونو او پټروليم، بهرنيو چارو، اوبو او انرژي رياستونه، د ټاکنو او ټاکنيزو شکايتونو کمېسيونونه، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسيون، کرکټ بورډ، فوټبال فدراسيون، د چاپېريال ساتنې، پاسپورټ مديريت، د نفوسو د احوال ثبت اداره او درې امنيتي حوزې شاملې دي.
د پکتيا اوسېدونکي او د ولايتي شورا غړي په دې حالت نيوکه کوي او وايي چې د ښې حکومتولۍ لپاره بايد په مرکز او ولسواليو کې ادارې په منظم ډول په خپلو مشخصو ودانيو کې فعاليت وکړي.
د پکتيا ولايتي شورا رييس عبدالمالک ځاځی وايي چې هره دولتي اداره بايد د خپلو رسمي چارو د مخته بيولو لپاره خپله ودانۍ او مشخص دايمي ځای ولري.
ځاځي وويل چې د پکتيا په ډېری ولسواليو کې هم د مهمو ملکي او نظامي ادارو څانګې خپل فزيکي ځايونه نه لري، چې دا چاره هم پر ښې حکومتولۍ ناوړه اغېز لري.
دی وايي: ((هره اداره چې دلته کار کوي، اول بايد ځان ته ځای پيدا کړي، بيا نورو ته کار وکړي؛ که دوی د ځان لپاره ځای نه لري، نو نورو ته به څه کار وکړي.))
د لويې پکتيا فرهنګي مرکز مشر سيدجمال الدين اصف خېل د زون د مرکز په توګه په ګردېز کې د ځينو مهمو دولتي ادارو د اړينو ودانيو او لازمو اسانتياوو نشتون د شرم وړ بولي او د دې کار يو لوی لامل د پخوانيو چارواکو ناغېړي يادوي.
اصف خېل وايي چې د ودانيو او مشخصو ځايونو نشتون خلکو ته هم ستونزې جوړې کړي او له يوه ځايه بل ته د يوې ادارې د لېږد پر مهال د اداري اسنادو او نورو توکو د خرابېدو ګواښ هم شته دى.
اصف خېل وويل:((د پکتيا ځينې مهمې ادارې، چې هغه بايد خلکو ته ډېر ښه خدمات وړاندې کړي، له بده مرغه تر دې مهاله خپله ودانۍ نه لري او د ګردېز ښار په ځينو مارکېټونو کې خپلې چارې مخته وړي. تاسو پوهېږئ چې د ښې حکومتولۍ يو اصل دا دی چې بايد اداره په ټولو اړينو وسايلو سمبال وي او منظمې ودانۍ ولري.))
د يادو رياستونو او ادارو له ډلې د پکتيا د کډوالو چارو رييس عبيدالله مرهوني وايي چې د ودانۍ نشتون لويه ستونزه ده او خلکو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې لوی خنډ دی.
مرهوني پژواک ته وويل:((واقعا دا لويه ستونزه ده او په خدماتو او کارونو ناوړه تاثير لري. موږ د والي صيب په امضا پيشنهاد وزارت مقام ته وړی، دوی هم په پلان کې لري چې سږکال له خيره د پکتيا د کډوالو رياست تعمير پيشنهاد کړي، تمه ده چې دا تعمير سږکال منظور شي.))
ولايتي اداره وايي چې په ګردېز کې د ځينو ادارو د فزيکي شتون او د هغوی د ودانيو په اړه په تېر کې ناغيړي شوې او اوسمهال يې هڅې پيل کړې چې ټولې دولتي ادارې خپلې ودانۍ ولري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن