کندهار (پژواک، ۱٣ وری ۹۸): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن کندهار ته سفر وکړ او د سولې د خبرو د روانې پروسې په اړه یې د دې ولایت له چارواکو، ولایتي شورا له غړو، قومي مخورو، ښځو او ځوانانو سره جلا جلا لیدلي او د هغوی نظرونه یې واورېدل.
په دې سفر کې له خلیلزاد سره په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر او د ولسمشر د دفتر رییس سلام رحیمي هم ملګري وو.
په دې اړه د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي پژواک خبري اژانس ته وویل، زلمي خلیلزاد د کندهار له والي، نورو چارواکو، مخورو او ځوانانو سره په کندهار هوايي ډګر کې لیدنې لرلې.
د کندهار والي حيات الله حيات وايي، د افغان سولې په تړاو يې د امريکا له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره په ليدنه کې په هېواد کې د سرتاسري سولې اړوند د کندهار د مشرانو او ولس هیلې، اندېښنې او غوښتنې شریکې کړې.
هغه زیاته کړه، په هېواد کې د سولې راوستل یوه اوږدمهاله پروسه ده چې د امریکا متحده ایالاتو له لوري یې د زمینې برابرولو هڅې پیل شوې دي.
د ده په خبره، د سولې په اړه بنسټیزې خبرې د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ کېږي چې د زلمي خلیلزاد یې د زمینې برابرولو لپاره کار کوي.
حیات یادونه وکړه چې د افغانستان د سولې پروسه به په بشپړه توګه د افغانانو په لاس کې وي، دا پروسه باید شفافه وي او په ټولو چارو او بحثونو یې باید ولس خبر وي.
ده زیاته کړه، باعزته او تلپاتې سوله د افغان حکومت هیله ده، څو لومړی د افغانانو د وینې تویېدو د مخنیوي په موخه دایمي اوربند وشي او وروسته د سولې پر پروسې هر اړخیز کار وشي.
له زلمي خلیلزاد سره د لیدنې یو ګډونوال د کندهار د ولایتي شورا رییس حاجي سید جان خاکرېزوال و چې د دغې شورا له یو شمېر غړو سره یو ځای یې له هغه سره د سولې پر پروسه خبرې کړې دي.
خاکرېزوال په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل، خلیلزاد په پيل کې د سولې په اړه د خپل کار په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې پخوا وسله والو طالبانو د خبرو لپاره معلوم ادرس نه درلود او دغه راز یې پر جګړې ټینګار کاوه، خو اوس یې ادرس معلوم دی او د سولې خبرو ته حاضر شوي دي.
د ده په خبره، دی غواړي په اصل کې د افغانستان ۴۰ کلن بحران پای ومومي چې په دې برخه کې لا ډېر کار پاتې دی.
د ولایتي شورا رییس وايي، له خلیلزاد سره یې د خلکو اندېښنې شریکې کړې او هغه ته یې وویل چې خلک داسې سوله غواړي چې تېرې ترخې تجربې بیا تکرار نه شي، سوله باید د افغانانو په مالکیت د ملګرو ملتونو په تضمین وشي او تر ټولو مهم دا چې نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې د نه لاسوهنې ضمانت هم وکړي.
login or register a new account.