Language

په مزارشريف کې د انځورونو نندارتون جوړ شو

مزارشريف (پژواک، ۱۵ وری ۹۸): د بلخ په مزارشريف ښار کې د ځوانانو ټولنې له خوا د انځورګرۍ يو نندارتون جوړ شوی چې په کې يو شمېر انځورونه نندارې ته وړاندې شول.

د ځوانانو ټولنې مسوولين وايي چې له دغه نندارتونه يې موخه د انځورګرو ستاينه ده چې په وينا يې عکاسان د ټولنې ستونزې مسوولينو ته د انځور په ژبه بيانوي.

له دې سره سم يو شمېر انځورګر هم نننی نندارتون ګټور بولي او وايي چې انځور اخيستل يو هنر دی او انځور اخيستونکي د طبيعت ښکلاوې خلکو ته په ښه ډول وړاندې کوي.

په مزارشريف کې د ځوانانو ټولنې مشر سيد اسماعيل بلخي صالحي پژواک ته وويل چې له ننني نندارتون څخه يې موخه د هغو ۳۰ انځورګرو ستاينه ده چې په نوي کال کې يې ښه انځورونه اخيستي وو.

نوموړي وويل، په ننني نندارتون کې څه باندې ۵۰ غوره انځورونه نندارې ته وړاندې شوي دي.

هغه زياتوي، انځور اخيستونکي هغه هنرمندان دي چې د ټولنې او خلکو ستونزې د انځور په ژبه بيانوي.

محمد يعقوب ازرده چې يو انځور اخيستونکی دی پژواک ته يې وويل چې انځور اخيستل د ځوانانو هنري نوښت دی چې دغه نندارتون د همدغو انځورګرو پټ استعدادونه په ګوته کوي.

نوموړی زياتوي: ((انځور اخيستل يو هنر دی چې له همدې لارې انځور اخيستونکي د طبيعت ښکلاوې خلکو ته وړاندې کوي.))

دی زياتوي، انځور اخيستلو ځوانانو ته تفريحي زمينه هم برابره کړې ده.

محمد فردين طاهر چې يو بل انځور اخيستونکی دی، وايي هر انځور له ځان سره يو پيغام لري چې د انځور په ژبه يې خلکو ته بيانوي.

نوموړی زياتوي، ډېرو ځوانو انځورګرو په حرفوي توګه کار نه دی کړی چې په وينا يې اطلاعاتو او فرهنګ وزارت بايد د انځورګرۍ په برخه کې ښوونيز ورکشاپونه جوړ کړي څو په دې برخه کې لا ډېر مسلکي شي.

دی وايي: ((د دې ډول نندارتونونو جوړول زموږ لپاره د هڅونې په برخه کې ډېر مهم دي چې په خبره يې دوی به په دې برخه کې لا ډېر کار وکړي.))

login or register a new account.