ګردېز (پژواک، ٢٤ ورى ٩٨): د پکتيا ولايتي چارواکي ادعا کوي چې پر بهرني تمويل او تجهيز سربېره د وسله والو طالبانو په ليکو کې بهرني جنګيالي مخامخ په جګړه کې برخه اخلي.
د پکتيا والي شميم خان کټوازی وايي چې د هوا له ګرمېدو او له پاکستان څخه د وسله والو طالبانو له راګرځېدو سره سم د دوی په ليکو کې بهرني جنګيالي هم فعاله شوي دي.
کټوازي د وري په ٢٤مه، د يوه پاکستاني وسله وال طالب د وژل کېدو په تړاو پژواک خبري اژانس ته وويل چې له ځينو ولسواليو څخه ورته د رسېدلو کشفي معلوماتو او مخابراتي غږونو څخه ښکاري چې ياد کسان عرب او پنجابيان دي.
نوموړی زياتوي، په دې جنګياليو کې له القاعده شبکې سره تړاو لرونکي وسله وال هم شته، چې د وسله والو طالبانو له هغې ادعا سره په ټکر کې ده چې وايي له بهرنيو ترهګرو ډلو سره اړيکې نه لري.
کټوازى وايي: ((د پخوا په څېر په جنګ کې په مستقيم ډول پنجابيان او ځينې عرب چې شايد له القاعده سره هم تړاو ولري، چې عرب معمول له القاعده سره تړاو لري، په جنګ کې عملا دخيل دي او د دې د ثبوت لپاره د ډېورنډ لاين د هغې غاړې يو مړی تيار دلته پروت دی، چې د هغوی په ليکو کې وژل شوی دی.))
د هغه په خبره، د ځينو نورو ولايتونو په څېر په پکتيا کې هم د وسله والو طالبانو له خوا جګړه پيل شوې، خو په وينا يې د مخکنيو امنيتي تدابيرو په مټ تر اوسه دوی(امنيتي ځواکونه) په جګړه کې برلاسي دي.
کټوازی وايي، تېره ورځ د ځاځي اريوب ولسوالۍ په خيرمېنه سيمه کې د امنيتي ځواکونو او وسله والوطالبانو تر منځ وسله واله نښته شوې چې په پايله کې يې ياد شوی بهرنی وګړی هم له څو نورو جنګياليو سره وژل شوی دی.
دی زياتوي: ((جګړه هغوی روانه کړې، دلته هم هوا ګرمه شوې او جګړه پيل شوې، له نېکه مرغه جګړه زموږ په کنټرول کې ده او هغوی د دې توانايي نه لري چې موږ له ستونزو سره مخامخ کړي.))
خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د دوی په ليکو کې د بهرنيو جنګياليو شتون ردوي او وايي چې د کوم وسله وال جنګيالي مړی نه شي ثابتولی چې هغه بهرنی دی.
نوموړي د ځاځي اريوب ولسوالۍ په جګړه کې امنيتي ځواکونو ته د تلفاتو اړولو ادعا هم کوي، چې امنيتي چارواکي يې نه مني.
login or register a new account.