Language

د بلخ امنيه قوماندانۍ کې بدلونونه رامنځته شول

مزارشريف ( پژواک، ۲۵ورى ۹۸) : د بلخ امنيه قوماندانۍ کې پراخه بدلونونه رامنځته شوي، له جنايي جرمونو سره د مبارزې او همدا راز د شاهراه پوليسو مسوولين هم تبديل او پر ځای يې نوي کسان معرفي شوي دي.

د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل د وري په ۲۵مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د امنيه قوماندان له تبديلۍ وروسته د يادې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير اصف ازادي هم تبديل شو.

نوموړي زياته کړه، ازادي د کاپيسا ولايت په امنيه قوماندانۍ کې له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير ټاکل شوی دی.

د هغه په خبره، د بلخ امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې ادارې لپاره څارمن حفيظ الله د نوي مدير په توګه معرفي شو.

د عادل په خبره څارمن حفيظ الله د ځانګړو قطعاتو په ليکو کې بېلابېلې دندې ترسره کړي او همدا راز يې له دې وړاندې د ډنډ پټان ولسوالۍ د امنيه قوماندان په توګه دنده ترسره کوله.

په ورته وخت کې د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند وايي چې د دغه ولايت د شاهراه پوليسو قوماندان اصف شاهي هم تبديل شو او پر ځای يې د پوليسو افسر امين الله د شاهراه پوليسو د نوي قوماندان په توګه وټاکل شو.

عادل زياتوي، چې اصف شاهي د بدخشان ولايت يوې ولسوالۍ لپاره د امنيه قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.

اصف شاهي له تېرو څه باندې لسو کلونو راهيسې د بلخ د شاهراه پوليسو قوماندان و.

د بلخ مدني فعال غلام رسول خان د بلخ د پوليسو په ليکو کې وروستيو بدلونونو ته په اشارې وايي، چې دا کار به د پوليسو په ليکو کې د اصلاحاتو لپاره اغېزمن تمام شي.

هغه زياته کړه، له دې وړاندې ډېر ځله د بلخ امنيه قوماندانان تبديلېدل؛ خو دا چې هغه به يواځې و؛ نو د اصلاحاتو برخه کې به پاتې راتلل.

نوموړی غوښتنه کوي، چې د بلخ پوليسو په ليکو کې د اصلاحاتو په موخه بايد نور بدلون هم راشي.

په ورته وخت کې يوه باوري سرچينه پژواک ته وايي، چې ۲۵ ورځې وړاندې د بلخ امنيه قوماندانۍ پر سر د مرکزي ادارې او عطامحمد نور تر منځ رامنځته شوي جنجال د حل په موخه د کورنيو چارو او دفاع وزيرانو او نور تر منځ تفاهم شوی، چې د امنيه قوماندان په ګډون به د بلخ د پوليسو ټول هغه چارواکي تبدېلېږي چې له پنځو کلونو د ډېر وخت لپاره پر يوه څوکۍ پاتې شوي وي.

login or register a new account.