Language

د پکتیا ځدراڼ له حکومته عامه خدمتونه غواړي

ګردېز (پژواک، ٩ غويی ٩٨): د پکتيا د ځدراڼ مېشتو ولسواليو اوسېدونکي شکايت کوي چې د سيمو امنيتي حالات يې ډاډمن دي، خو بر عکس پراختيايي کارونه په کې تر اوسه نه دي ترسره شوي.

د شواک، ګردې څېړۍ او وزې ځدراڼ اوسېدونکو دا خبرې په وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې د يادو سيمو د امنيتي وضعيت په اړه د يوې ناستې په ترڅ کې وکړې.

په ياده غونډه کې د وزې ځدراڼ یوه اوسېدونکي ګل بادشاه وويل چې له ډېرې مودې راهيسې په دې ولسواليو کې د لارو، پلونو، پلچکونو، استنادي دېوالونو او د روغتيايي او تعليمي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې کومه اسانتيا نه ده رامنځته شوې.

بادشاه وويل: ((دلته هېڅ کار نه دی شوی؛ مثلاً دلته په دې لوی خوړ کې چې سېلاب راشي، يو پُل نشته چې خلک پرې لاړ شي، خلک ډېر په تکليف کې دي، موږ نه مړو ته ور تلای شو او نه ژونديو ته، لږ تر لږه يو دا پُل بايد راته جوړ شي.))

د يادې سيمې يوه قومي مشر حاجي خيال د ځوانانو وزګارتيا ته اندېښمن دی او وايي که ځوانان په کار بوخت نه شي، نو د بېوزلۍ زياتېدو سربېره ښايي ترې د نورو ناوړه کړنو لپاره کار واخيستل شي.

خيال پژواک ته وويل: ((زموږ په سيمه کې دې د بيارغونې کارونه وشي، ځوانان بې روزګاره ګرځي، له دوی خو بيا داسې شی جوړېږي چې خلک ترې په عذاب او ستړي کېږي او حکومت ته هم تاوان دی.))

د يادې سيمې يوه مدني فعال عبدالله نيوکه کوي چې د ځدراڼو په ولسواليو کې د نورو تر څنګ د روغتيا او پوهنې بنسټيزې برخې هم خورا نيمګړې دي.

نوموړي وويل چې شاوخوا پنځه کاله وړاندې د سروټي په نوم سيمه کې د يوه لوی او مهم سړک کار روان و چې پرې د وسله والو طالبانو له بريد وروسته د سړک رغونې چارې په ټپه درېدلې او د بيا پيل غوښتنه يې کوي.

دی وايي: ((د معارف په برخه کې دې توجه راته وشي، چې زموږ مکتبونه په ډېر بد وضعيت کې دي او هېڅ تعميرونه او سرپناه نه لري او نه د زده کړو کيفيت شته. د کلينيکونو په برخه کې هم زياتې ستونزې لرو.))

د دغو سيمو يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

په دې اړه د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال راز محمد مندوزی هم وايي چې ځدراڼ ولسوالۍ د پکتيا د امنو ولسواليو له ډلې ده.

مندوزي پژواک ته وويل: ((د پکتيا ولايت ځدراڼ مېشتې ولسوالۍ ډېرې ښې او پُر امنه دي او د خلکو د همکاريو برکت دی. موږ نن په دې خاطر دلته سفر وکړ چې امنيتي حالت ارزيابي کړو او له خپل پرسونل او خلکو سره له نږدې وګورو.))

login or register a new account.