Language

په بلخ کې د مېرمنو کور  په نوم د ښځو لپاره د تفريح خونې فعاليت پيل کړ

مزارشريف (پژواک، ١٠غويى ۹۸): په بلخ کې د مېرمنو کور  په نوم د ښځو لپاره د هوساينې او تفريح خونې فعاليت پيل کړ.

د مېرمنو کور (women house) مرستيالې سونيتا صاحب زاده د ياد ځای په پرانيسته کې وويل، چې دغه خونه يې د دې لپاره جوړه کړې څو افغان مېرمنې د فکري ارامتيا، هوساينې او مطالعې لپاره ورته راشي.

هغه زياتوي، په دغه ځای کې د مېرمنو لپاره د مطالعې ځاى شته او همداراز داسې اسانتياوې هم په کې دي، چې مېرمنې کولای شي خپل لاسي صنايع په کې وپلوري.

د هغې په وينا، دغه ځاى د دوی په ۳۵۰۰ امريکايي ډالره شخصي لګښت جوړ شوی او موخه يې دا ده، چې د ښار په نورو سيمو کې هم ورته ځايونه جوړ کړي.

د مزارشريف اوسېدونکې يلدا بري چې دغه نوی جوړ شوي ځاى ته راغلې، وايي، خوشحاله ده چې دغه ځای جوړ شوی دی.

د هغې په خبره، مخکې له دې هم په مزارشريف کې ورته مرکزونه وو، خو زياتوي چې د دې نوي جوړ شوي ځای امکانات زيات دي.

په دې کور کې يو شخصي کتابتون هم شته، چې د مېرمن يلدا په وينا، هم به مېرمنې په کې مطالعه کوي او هم د فکري ارامتيا لپاره په کې چای او قهوه څښي.

login or register a new account.