Language

بغلان کې د يوه نوماند د پلويانو له خوا د لارې بندولو خلک ستونزو سره مخامخ کړي

پلخمري (پژواک،۱۱غويى ۹۸): د بغلان په مرکز پلخمري کې د ولسي جرګې د يوه نوماند د پلويانو له خوا د لويې لارې بندولو، عام خلک او په ځانګړي ډول ناروغان له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د تېرې پنجشنبې په ورځ د بغلان د ولسي جرګې ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان کړې چې د دغه ولايت ځينو نوماندانو يې مخالفت وکړ.

د دغو نوماندانو له ډلې څخه د محبوب الله غفاري پلويانو له تېرې جمعې ورځې راهيسې په مرکز پلخمري کې د کابل-شمال لويه لار د ترافيکو پرمخ تړلې ده. هغوى وايي چې غفاري دې له بنده ازاد او د بغلان د ولسي جرګې د ټاکنو په وروستۍ پايله کې شامل شي.

په دې اړه د مرکزي بغلان ولسوالۍ اوسېدونکي ظاهر خان د غويي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې غواړي خپله مور د درملنې لپاره د پلخمري روغتون ته يوسي، خو لار بنده ده او په ستونزو کې دي.

دغه راز د نوموړي مور هم په ژړغوني غږ پژواک ته وويل: ((زه ناروغه يم، ساه مې بنديږي، سمه په لار نه شم تللى او دوى لار بنده کړې ده.))

همدارنګه له کابل نه بلخ ته تلونکي مسافر کاکا خاموش پژواک ته وويل چې د لارې بندېدو  مسافر له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

هغه وايي: ((پرون په خنجان ولسوالۍ کې يوه ساعت پياده راغلو، نن په پلخمري کې دوه ساعته پياده راغلو، کوشش کوو چې د مزار اډې ته ځان ورسوو، خو دا يو لوى مشکل دى چې موږ ته جوړ شوى دى.))

د نوموړي په وينا، له خلکو سره د لارې کرايه نشته، خو په خپلو سترګو يې ليدلي چې لاريون کوونکو ته کبابونه راوړل شوي دي.

دغه راز د يوه بار وړونکي موټر چلوونکي نقيب الله پژواک ته وويل: ((نن څلورمه ورځ ده چې له بار سره پلخمري کې ولاړ يم، په غټ مشکل يې اخته کړي يو.))

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.