Language

ښځې وکیلانې رحماني او اصولي ته د ولسي جرګې د ریاست پر څوکۍ د کېناستو اجازه نه ورکوي

 

کابل (پژواک، ٢٩ غویی ۹۸): یو شمېر ښځو وکیلانو د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ په خپل کنټرول کې اخیستې او د یادې څوکۍ دواړو نوماندانو ته پر دې څوکۍ د ناستې اجازه نه ورکوي.

تېره ورځ د ولسي جرګې غړو د یادې جرګې د ریاست څوکۍ دوو نوماندانو (میر رحمان رحماني او کمال ناصر اصولي) ته چې په تېره دوره کې یې تر نورو زیاتې رایې لرلې دي.

د ولسي جرګې موقت رییس عطاء محمد دهقان پور د تېرې ورځې د ناستې په پیل کې ویلي وو، د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې ۲۴۷ نوماندان حاضر دي او د قانون مطابق هر نوماند چې ۱۲۴ رایې ترلاسه کړي ګټونکی اعلانېږي.

د اعلان شوو پایلو له مخې، رحماني ۱۲۳ او اصولي ۵۵ رایې ترلاسه کړې او هېڅ یو ونه توانېد چې د جرګې د (۲۴۷) حاضرو غړو  ۵۰ جمع یو رایې ترلاسه کړي.

د پایلو پر اساس، په دې ټاکنو کې ۵۳ باطلې او ۱۳ سپینې رایې کارول شوې او له دې امله صندوق ته د ټولو اچول شوو رایو شمېر ۲۴۴ دی، په داسې حال کې چې اعلان شوی نصاب (۲۴۷) کسان و.

یو شمېر نوماندانو دلیل وایه چې صندوق ته د اچول شوو رایو له مخې رحماني ۵۰ جمع یو رایې ترلاسه کړې خو یو شمېر نور بیا له دغه نظر سره مخالف وو او ویل یې، بریالی نوماند باید د جرګې د حاضر نصاب (۲۴۷) کسانو ۵۰ جمعه یو رایې ترلاسه کړې وای.

وروسته د ولسي جرګې موقت رییس د دې جرګې له درېیو غړو سره تر یو ساعته خبرو وروسته رحماني د ولسي جرګې د رییس په توګه اعلان کړ خو دغه اقدام د جرګې د یو شمېر غړو له مخالف سره مخ شو.

د جرګې د نننۍ ناستې په پیل کې چې د رسنیو په نه شتون کې ترسره کېده ځینې نوماندانې د ریاست تر څوکۍ راچاپېرې شوې وې او رحماني او اصولي ته یې پر یاده څوکۍ د ناستې اجازه ورنه کړه.

د جرګې غړي رمضان بشردوست نن سهار ۱۰:۳۰ بجې د یاد مطلب د څرګندولو تر څنګ د جرګې له تالار څخه بیرون رسنیو ته وویل، رحماني او اصولي د ریاست څوکۍ په شاوخوا کې ګرځي، خو ښځې نوماندانې ورته په یاده څوکۍ د ناستې اجازه نه ورکوي.

هغه په داسې حال کې چې ویل یې، د ولسي جرګې د اصولو او دندو له مخې یاد پسټ ته د بریالیتوب لپاره باید د تېرې ورځې اعلان شوی نصاب (۲۴۷ کسان) په نظر کې ونیول شي او دا ستونزه حل شي.

بشردوست د هغو درېیو رایو په اړه چې تېره ورځ یې برخلیک معلوم نه شو، وویل، داسې ویډیو شته چې تېره ورځ درې ښځې له تالاره وتلې وې څو د رایو پاڼې هغو کسانو ته وښيي چې رایې ورکوي.

login or register a new account.