Language

د ولسي جرګې ځینو غړو د ملي شورا پنځه ساتونکي برسېرن ټپیان کړي

 

کابل (پژواک، ٣٠ غویی ۹۸): د ملي شورا یوه باوري سرچینه وايي، د ولسي جرګې یو شمېر غړي په زور د یادې شورا تالار ته داخل شوي او د شورا پنځه ساتونکي یې چې د دوی د داخلېدو مخه یې نیوه، پر وهلو ټکولو برسېرن ټپیان کړي دي.

د ولسي جرګې د دارالانشا مرستیال رحیم الله غالب وویل، د میر رحمن رحماني چې د ولسي جرګې د موقت رییس له خوا د یادې جرګې د رییس په توګه اعلان شوی، د امر پر اساس،  ټاکل شوې وه نن د یادې جرګې عمومي ناسته ترسره نه شي.

خو د ملي شورا یوې سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، د جرګې یو شمېر غړي په زور د جرګې تالار ته داخل شوي دي.

د سرچینې په خبره، د جرګې دغو غړو د شورا پنځه ساتونکي چې تالار ته یې د دوی د داخلېدو مخه نیوله، پر وهلو ټکولو برسېرن ټپیان کړي دي.

د غويي په ۲۸مه د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ ته د دوو نوماندانو (میر رحمن رحماني او کمال ناصر اصولي) لپاره چې په مخکنی دوره کې یې تر نورو زیاتې رایې لرلې، د رایې صندقونه کېښودل شول.

د ولسي جرګې موقت رییس عطامحمد دهقان پور هغه ورځ وویل، د دې جرګې په ناسته کې ۲۴۷ کسان حاضر دي او د قانون مطابق هر نوماند چې ۱۲۴ رایې ترلاسه کړي، د ټاکنو ګټونکی اعلانېږي.

د اعلان شوو پایلو پر اساس، رحماني ۱۲۳ او اصولي ۵۵ رایې ترلاسه کړې او هېڅ نوماند نه دی توانېدلی چې د حاضرو غړو (۲۴۷ کسانو) ۵۰ جمعه یو رایې ترلاسه کړي.

د پایلو د اعلان پر اساس، په دې ټاکنو کې ۵۳ باطلې او ۱۳ سپینې رایې کارول شوې نو ځکه صندوق ته د ټولو اچول شوو رایوو شمېر ۲۴۴ ته وو په داسې حال کې چې اعلان شوی نصاب (۲۴۷) کسان وو.

یو شمېر نوماندانو دلیل ویلو چې صندوق ته د اچول شوو رایو له مخې باید رحماني ۵۰ سلنه جمع یو رایې ترلاسه کړې خو یو شمېر نور بیا له دغه نظر سره مخالف وو او ویل یې، بریالی نوماند باید د جرګې د حاضر نصاب (۲۴۷) کسانو ۵۰ سلنه جمعه یو رایې ترلاسه کړې وای.

وروسته د ولسي جرګې موقت رییس د دې جرګې له درېیو غړو سره تر یو ساعته خبرو وروسته رحماني د ولسي جرګې د رییس په توګه اعلان کړ خو دغه اقدام د جرګې د یو شمېر غړو له مخالف سره مخ شو.

د جرګې د تېرې ورځې (۲۹ غويي) ناستې په پیل کې چې د رسنیو په نه شتون کې ترسره کېده، ځینې نوماندانې د ریاست تر څوکۍ راغونډې شوې، رحماني او اصولي ته یې په یاده څوکۍ د ناستې اجازه ورنه کړه.

login or register a new account.