Language

پاکستان او افغانستان په بېلابېلو برخو کې د اړيکو پر پراختيا خبرې وکړې

کابل (پژواک، ٢١ غبرګولى ٩٨): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ادريس زمان د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي سره پر ګڼ شمېر موضوعاتو خبرې کړې دي.

ادريس زمان د افغانستان او پاکستان د عمل پلان د پرېکړو د ارزونې په ځانګړې ناسته کې د ګډون په موخه پرون اسلام اباد ته تللى دى.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا د غبرګولي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سياسي مرستيال ادريس زمان پرون ناوخته د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي سره وليدل.

سرچينې زياته کړې چې په دې ليدنه کې دواړو لورو د  سياسي، اقتصادي، امنيتي اړيکو پر پياوړتيا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختيا خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه راز دوى د افغان کډوالو پر موضوع هم بحث وکړ.

ټاکل شوې ده چې د روانې مياشتې تر پايه پورې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د اوسېدو موده پاى ته ورسېږي، خو اټکل کېږي چې پاکستان دا موده وغځوي.

ادريس زمان پرون د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د مرستيال سهيل احمد په مشرۍ ددغه هېواد له لوړ پوړي پلاوي سره هم ليدلي دي.

login or register a new account.