Language

د بغلان بڼوال له حکومته د خپلو مېوو لپاره د بازار پيداکېدو غوښتنه کوي

پلخمری ( پژواک، ۲۵ غبرګولی ۹۸): بغلان کې يو شمېر بڼوال وايي چې سږکال يې د تېرو کلونو په پرتله د تازه میوو د حاصلاتو کچه لوړه شوې ده، خو که حکومت ورته بازار پيدا نه کړي نو د ګټې پرځاى به تاوان وکړي.

په دې اړه د دوشي ولسوالۍ اړوند کیله ګۍ سيمې يو تن بڼوال نعیم الدین د غبرګولي په ۲۵ مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د بڼ درې ډوله مېوې یې پخې شوي او سږکال يې د تېرو کلونو په پرتله د حاصلاتو کچه لوړه شوې ده.

هغه وویل: (( زردالو، الوچې اوشفتالو مې پاخه شوي خو بازارکې د ټیټې بیې له امله مې تر اوسه مارکېټ ته نه دي وړاندې کړي که حکومت بهرنیو هېوادونو او یا هم نورو ولایتونو ته د لېږد زمینه برابره نه کړي، د ګټې پر ځاى به تاوان وکړو.))

دغه راز يو بل بڼوال حمیدالله هم ورته اندېښنه لري او وايي په اته جریبه ځمکه کې یې ډول ډول د میوو ونې ايښې دي او سږ کال يې د تېرو کلونو په پرتله میوې هم ډېرې نيولې دي.

ده زياته کړه: ((اوس چې د ميوو سر دى يو من الوچې په پنځوس افغانۍ دي دا چې ټولې ميوې پخې شي نو بېخي به ارزانه شي موږ د خپلو ميوو لپاره بازار غواړو.))

دغه راز يو شمېر نورو بڼوالو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومت څخه يې غوښتنه وکړه چې د دوى د ميوو حاصلاتو ته په کور دننه او بهر کې بازار پيدا کړي.

د يادو څرګندونو په اړه د کرنې او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ څانګې د تخنیکي چارو مسوول محمد غلام ملاخېل پژواک ته وويل، هغو بڼوالو چې د کرنې وزارت په لارښوونه میوه لرونکې ونې ايښې دي، سږکال يې ښه حاصلات کړي دي.

دی وايي چې بغلان ولايت کې پر زرګونه جریبه ځمکه باغونه جوړ شوي چې تر اوسه د ١٢زره باغونو له ډلې د څه باندې دوه زره باغونو ميوې پخې شوې دي.

نوموړى وايي، د کرنې وزارت مسوولين له بېلابېلو لارو کوښښ کوي چې د بغلان ترڅنګ د نورو ولايتونو ميوو او نورو حاصلاتو ته په کور دننه او بهر کې مناسب بازار پيدا کړي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.