Language

حکمتيار: ځينو قوتونو د خپلو ګټو لپاره جګړه پر افغانانو تپلې

کابل (پژواک، ٢ چنګاښ ٩٨): د حزب اسلامي مشر ويلي چې په افغانستان کې روانه جګړه يواځې د افغانستان نه، بلکې د پاکستان د بقاء جګړه هم ده، خو دا جګړه د ځينو قوتونو له خوا پر افغانانو تپل شوې ده.

نوموړي دغه څرګندونې پرون د پاکستان د پنجاب ايالت په بوربن ښار کې د افغان سولې په تړاو د (لاهور پروسې) کنفرانس ته کړې دي.

دغه کنفرانس چې د لاهور يوه څېړنيز مرکز له خوا جوړ شوى و، په کې تر ٢٠ افغان سياستوالو برخه اخيستې وه او پرانيستونکې وينا ورته د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وکړه.

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار دغه کنفرانس ته ويلي چې د افغان جګړې له امله تر ټولو زیات زيانونه پاکستان ته هم اوښتي دي او ځيني قوتونه افغان جګړه د خپلو ګټو لپاره کاروي.

د هغه په وينا، په افغانستان کې روانه جګړه یوازې د افغانستان نه، بلکې د پاکستان د بقاء جګړه هم ده.

حکمتيار ويلي، که چېرې افغانستان او پاکستان لاسونه سره ورکړي، نو دا جګړه ختمولى شي.

ده زياته کړې، يواځې طالبان نه شي کولى شي افغان شخړه هواره کړي، ټول افغانان بايد په ګډه د ستونزې د هواري لپاره هلې ځلې وکړي.

د حزب اسلامي مشر له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو غوښتنه هم وکړه او ويې ويل چې په دې کار سره د شخړې له هواري سره مرسته کېږي.

د افغانستان له حکومت سره د سولې له تړون وروسته پاکستان ته د ګلبدين حکمتيار دا لومړى سفر و، له دې مخکې د لسګونو کلونو لپاره نوموړي په پاکستان کې مېشت و.

د ولسمشرۍ کانديد او د ملي امنيت پخواني سلاکار حنيف اتمر هم ياد کنفرانس ته وينا کړې او ويلي يې دي چې په سيمه کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره بايد افغانستان او پاکستان د دولتونو په کچه هڅې وکړي.

د هغه په وينا، پاکستان د افغانستان خپلواکي مني او افغانان يې د دغه کار ستاينه کوي.

د حزب وحدت ډلې مشر محمد محقق وويل چې په افغانستان د شوروي د يرغل پر مهال پاکستان له افغانانو سره مرستې کړې دي او هغه مهال د اړيکو بڼه بل ډول وه.

login or register a new account.