مزارشريف ( پژواک، ۴ چنګاښ ۹۸): په بلخ کې ځايي سرچينې او مدني فعالان وايي چې دغه ولايت کې هم د هېواد د يو شمېر نورو ولايتونو په څېر د ولسمشريزو ټاکنو د نوم ليکنې په تقويتي پروګرام کې د خلکو ګډون کمرنګه دی.
د معلوماتو له مخې، د نوم ليکنې په دغه پروسه کې تر دې مهاله بلخ کې ۶۰۰۰ کسانو پر خپلو تذکرو سټېکر لګولي، چې ډېر شمېر يې د مزارشريف ښار اوسېدونکي دي.
خو د بلخ د ټاکنو کمېسيون بيا د تقويتي نوم ليکنې پروګرام کې د خلکو مشارکت نسبتا ښه بولي.
بلخ کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولايتي دفتر مشر عزت الله ارمان د چنګاښ په ۴مه، پژواک ته وويل، چې د تقويتي نوم ثبتونې په روان پروګرام کې په چهاربولک او چمتال ولسواليو کې تر ټولو کمو کسانو نومونه ثبت کړي.
هغه زياته کړه، په تېرو پنځلس ورځو کې شاوخوا ۳۰ تنو په چهاربولک او شاوخوا ۱۴۰ تنو په چمتال ولسوالۍ کې پر خپلو تذکرو سټېکر لګولي دي.
نوموړي وويل: (( ټول بلخ کې شاوخوا شپږ زره کسانو نومونه ثبت کړي، د بلخ وضعيت ته په کتو دا شمېرې نسبتا ښې دي؛ خو په يو شمېر ولسواليو کې امنيتي ستونزې د يادې پروسې پر وړاندې خنډ واقع شوي دي)).
ارمان زياته کړه، چې له چهاربولک او چمتال وروسته، دولت اباد، کشندې، شورتېپه او شولګر ولسواليو کې د خلکو ګډون لږ دی.
نوموړی وايي، د ولسواليو په نوم ثبتونې مرکزونو کې د خلکو د ګډون کموالي لوی لامل نا امني او جګړې دي.
هغه زياته کړه، چې په ځينو سيمو کې د حکومت وسله والو مخالفينو خلکو ته ګواښ کړی، چې د نوم ثبتونې په روانه پروسه کې دې ګډون نه کوي.
بلخ کې د نظر خاوندان هم مني، چې نا امني د نوم ثبتونې پروسې پر وړاندې جدي ستونزه ده؛ خو زياتوي چې تر څنګ يې د روانې پروسې په اړه د عامه پوهاوي د تبليغاتو نه شتون هم منفي اغېز کړی دی.
مزارشريف کې د ټولنيزو چارو يوه فعال غلام رسول ملکزي پژواک ته وويل، چې حتی په مزار ښار او هغو ولسواليو کې چې امنيت يې ډاډمن دی، د ثبت نام پروسه کې د ګډون په موخه د خلکو د تشويق لپاره کار نه دی شوی.
هغه زياتوي، د يادې پروسې له پيل وړاندې بايد د ټاکنو کمېسيون د نوم ثبتونې په پروګرام کې د خلکو د ونډې اخيستو په اړه تبليغات کړي وای.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن