کندهار (پژواک، ۵ چنګاښ ۹۸): د کندهار قومي مشران د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کوي چې له شته فرصته دې د سولې لپاره پوره ګټه واخلي.
دغو قومي مشرانو ضمناً په دغه پروسه کې د سوېلي زون د مشرانو پر ونډه هم ټینګار وکړ.
دغه غونډه چې د کندهار د بېلابېلو قومونو استازو او دیني عالمانو په کې ګډون کړی وو، د اسحق زو د قومي شورا له لوري راغوښتل شوي وه چې په کې د سولې د ولسي حرکت مشرانو هم ګډون کړی وو.
د اسحق زو د قومي شورا مشر حاجي جمعه ګل اسحاقزي وویل، تر بل هر وخت سولې ته هیلې پیدا شوي او همدا ښه فرصت دی چې ښکېلې غاړې ورڅخه د دایمي سولې لپاره ګټه پورته کړي.
هغه زیاته کړه: ((نړيواله ټولنه، حکومت او وسله وال طالبان دې د سولې لپاره ترلاسه شوی فرصت نه ضایع کوي او پیل شوې خبرې دې بریالۍ کړي.))
د ده په خبره، د جګړې تر ټولو لوی زیان افغانانو ته رسېږي او د سولې په برخه کې هم ډېر مسوولیت وسله والو طالبانو او حکومت ته درېږي.
د بلوڅ قوم په استازولۍ نصر الله بلوڅ هم د سولې لپاره د پيل شوو خبرو د بریالیتوب هیله وښودله او ویې ویل، ولس تمه لري چې ښکېل اړخونه به د سولې لپاره تر لاسه شوی فرصت له لاسه نه ورکوي او جګړې ته به د پای ټکی ږدي.
خو هغه په دغه پروسه کې د لوی کندهار د مشرانو په ونډه هم ټینګار وکړ او ویې ویل، د دې سیمې مخور او مشران کولای شي د سولې د خبرو په کامیابۍ کې رول ولوبوي.
د سولې د ولسي حرکت مشر اقبال خیبر هم وویل چې په روانه جګړه کې دواړو غاړو ته افغانان مري او تر بل هر چا سوله په خپله زموږ اړتیا ده.
هغه زیاته کړه، تر هغه چې یو شوي نه یو، دا اوږده غمیزه پای نه مومي.
غونډې ته یو شمېر دیني عالمانو او نورو مخورو هم ویناوې وکړې او ټولو په ګډه د سولې د روانې پروسې د ملاتړ تر څنګ له ښکېلو غاړو د دغه فرصت د نه ضایع کېدو غوښتنه کوله.
په کندهار کې د سولې اړوند د قومي مشرانو دغه غونډه داسې مهال جوړېږي چې تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیز مایک پمیو په کابل کې له ولسشمر سره د لیدنې پر مهال وویل، ښايي تر ولسمشریزو ټاکنو مخکې له طالبانو سره د سولې تړون وشي.
login or register a new account.