Language

ډاکتر عبدالله په یو کنفرانس کې د ګډون لپاره سویس ته ولاړ

 

کابل (پژواک، ٦ چنګاښ ۹۸): د ملي يووالي حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د «کران مونتانا» په کلنۍ ۳۰مه ناسته کې د ګډون لپاره سویس ته ولاړ.

د اجرائیه ریاست په نننۍ مطبوعاتي خبرپاڼه کې راغلي، ډاکتر عبدالله عبدالله د کران مونتانا نړیوال بنسټ د عمومي رییس جینپول کرتن په رسمي بلنه سویس ته تللی دی.

سرچینې زیاته کړې چې اجرائیه رییس به په سویس کې د کرنتانا د ۳۰مې کلنۍ ناستې په پرانیسته کې د ګډون تر څنګ یادې ناستې ته وینا هم وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، ډاکتر عبدالله  د دې ناستې په یوه څنډه کې له ځینو شخصیتونو، د ګډون کوونکو هېوادونو له استازو او د نړیوالو سازمانونو له رییسانو سره د هېواد د یو شمېر قضیو په تړاو خبرې کوي.

د کرانتانا ۳۰مه کلنۍ ناسته د ۲۰۱۹ کال د جون له ۲۶مې تر ۲۹مې نېټې تر سلو د ډېرو هېوادونو، نړیوالو، سیمه ییزو او غیر دولتي سازمانونو، د رییسانو، سیاستوالو، وزیرانو، لومړیو وزیرانو، پانګوالو او سوداګرو په ګډون ترسره کېږي.

په دې ناسته کې ښې نړۍ ته د لاسرسي په موخه مهم سیاسي، اقتصادي او سیمه ییز موضوعات او د هغو نړیوالې تاثیرات تر بحث، تجزیې او تحلیل لاندې نیول کېږي. د ورېښم لارې طرحه کې د چین هېواد له خوا تعقیبېږي هم د دې کلنۍ ناستې په کاري لارښود کې شامله ده.

login or register a new account.