Language

سبا د ولسي جرګې رياست څوکۍ لپاره د رحماني او خان محمد وردګ ترمنځ ټاکنې کېږي

کابل (پژواک، ٧ چنګاښ ٩٨): ټاکل شوې ده چې سبا د ولسي جرګې د رياست څوکۍ لپاره د تېرو درېيو پړاونو تر ټولو د مخکښو نوماندانو مير رحمان رحماني او خان محمد وردګ ترمنځ ټاکنې ترسره شي.

د ملي شورا د اوولسمې تقنيني دورې له پرانېستلو وروسته د لومړي ځل لپاره د رياست څوکۍ لپاره ټاکنې د غويي په ٢٦ مه، دويم ځل د چنګاښ په څلورمه او درېيم ځل هم د چنګاښ په پنځمه نېټه ترسره شوې.  

په دغو درېيو پړاونو کې د جرګې ١١ غړو ځانونه د رياست څوکۍ لپاره نوماند کړل، خو يو هم ونه شول کولاى چې پنځوس سلنه جمع يوه رايه پوره کړي.

په دې اړه د ولسي جرګې د دارلانشا مرستيال رحيم الله غالب د چنګاښ په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل چې سبا د ولسي جرګې د رياست څوکۍ لپاره د تېرو درېيو پړاونو د تر ټولو  مخکښو نوماندانو مير رحمان رحماني او خان محمد وردګ ترمنځ ټاکنې ترسره کيږي.

هغه وايي، د ولسي جرګې د داخلي دندو اصولو د اتمې مادې له مخې کله چې په درېيو پړاونو کې د جرګې يو غړى هم مطلوبې رايې پوره نه کړي، نو د څلورم ځل لپاره ټاکنې د هغو دوو نوماندانو ترمنځ ترسر کيږي چې تر ټولو يې ډېرې رايې ترلاسه کړې وي.

د يادونې ده چې مير رحمان رحماني د ١٢٣ رايو او خان محمد وردګ هم د ١٠٥ رايو په ترلاسه کولو سره د جرګې د رياست څوکۍ لپاره تر ټولو مخکښ نوماندان پېژندل شوي دي.

login or register a new account.