کابل (پژواک، ١١ چنګاښ ٩٨): د ولسمشر اشرف غني وياند وايي چې په قطر کې د راتلونکې اوونۍ په بين الافغاني ناسته کې د افغانستان حکومت کوم رول نه لري.
ټاکل شوې ده چې د راتلونکې شنبې او يکشنبې په ورځو کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د جرمني او قطر حکومت په ګډ کوربه توب بين الافغاني ناسته ترسره شي.
د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکس پوټزيل ويلي چې په دې ناسته کې ځينو افغانانو ته په شخصي توګه بلنه ورکړل شوې .
د ولسمشر وياند صديق صديقي د چنګاښ په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د افغانستان حکومت د هرې هغې پروسې ملاتړ کوي چې پر سوله تمامېږي.
هغه زياته کړه، د قطر راتلونکې ناسته د المان حکومت په همکارۍ د يوې نړيوالې المانۍ ادارې له خوا جوړېږي، خو د افغانستان حکومت په کې هېڅ ډول رول نه لري.
صديقي وايي، کوم کسان چې غوښتل شوي، په شخصي توګه په کې ګډون کوي.
د نوموړي په وينا، د افغانستان لپاره مهمه دا ده چې د نړيوالې ټولنې پر فشارونو وسله وال مخالفين دې ته اړ کړل شي چې د افغانستان له حکومت سره نېغ په نېغه خبرو ته کېني.
د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د جرمني او قطر له حکومتونو مننه کړې چې د بين الافغاني ناستې او خبرو اترو د کوربه توب چارې يې پر غاړه اخيستې دي.
یاده بین الافغاني ناسته د سولې د چوکاټ لپاره چې څلور اړخونه لري، ډېره مهمه ده او د افغانستان د سولې پروسې د پرمختګ لپاره مهم ګام دی.
د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړى استازى وايي چې په افغانستان کې د سولې او نورو پرمختګونو لپاره ښه زمينه برابره شوې ده او د دغه کار لپاره اړینه ده چې افغانان په خپلو کې سره کېني او د خپل هېواد راتلونکی وټاکي.
تر اوسه ددې ناستې د ګډونوالو ليست نه دى په ډاګه شوى، خود ولسمشر اشرف غني سلاکار ډاکتر فضل محمود فضلي پژواک اژانس ته وويل، چې د قطر د راتلونکې شنبې په بين الافغاني ناسته کې چې د جرمني او قطر لخوا جوړيږي، پخوانى ولسمشر حامد کرزى او د هغه د دورې مرستيالان، د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو ټول کانديدان او د هغوى مرستيالان ګډون نه کوي.
هغه زياته کړه، چې ممکن د پخواني ولسمشر ځينې سلاکارن ګډون وکړي، او ګډوالو ته دوه ورځې مخکې د د جرمني د برګهاف بنسټ لخوا بلنليکونه لېږل شوي دي.
login or register a new account.