کابل (پژواک، ١٢ چنګاښ ٩٨): پاکستان ته د ولسمشر د سفر پر مهال پر اقتصادي موضوعاتو د شوو هوکړو د تعقيب لپاره په کابل او اسلام اباد کې دوه تخنيکي ناستې جوړېږي.
د ماليې وزارت له خوا د چنګاش په ١٢مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ماليې وزارت سرپرست همايون قيومي په کابل کې د پاکستان له سفير زاهد نصرالله خان سره پر يو شمېر دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو مسايلو خبرې وکړې.
سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې د پاکستان سفیر په پلازمېنه کابل کې د وروستۍ ترهګريزې پېښې په اړه غمشريکي وښوده.
په خبرپاڼه کې راغلي، د دې ليدنې پر مهال دواړو لورو د هغو موضوعاتو په اړه چې پاکستان ته د ولسمشر غني د سفر پر مهال مطرح شوي د نظرونو تبادله وکړه.
په دې موضوعاتو کې د واګه بندر له لارې د افغانستان د سوداګریزو اقلامو او تراتزیټي کالیو په صادرول او سوداګري، د افغانستان له لارې د انرژۍ لېږدول، افغان زده کړیالانو ته د تحصیلي بورسیو ورکړه، د نساجۍ صنعت په برخه کې د پاکستان پانګونه، ګمرکي او يو شمېر نور مسایل شامل دي.
د ماليې وزارت سرپرست د پاکستان سفير ته يادونه کړه چې د تورخم او سپین بولدک ګمرکونه ۲۴ ساغته فعاليت ته چمتو دي، د پاکستان له لوري يې غوښتنه وکړه چې ملي سوداګرو او مسافرينو ته د اسانتياوو برابرولو په موخه دې د افغانستان په شان ګمرکي فعاليتونه ۲۴ ساعته کړي.
سرچينې زياته کړې، په دې ليدنه کې پرېکړه وشوه چې د اړوندو ادارو په ګډون دې په کابل او اسلام اباد کې دوه تخنيکي ناستې جوړې شي څو د ولسمشر د سفر يادو مسایلو باندې تخنیکي بحثونه وشي او د عملي کولو لپاره یې لازم اقدامات ترسره شي.
login or register a new account.