Language

بغلان کې ١٩ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

پلخمري (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۹۸): د بغلان ځايي چارواکي وايي چې ددغه ولایت په ډنډ غوري سیمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې پنځه سرتېري وژل شوي او ١٤ نور ټپيان دي.

د بغلان د ولايتي شورا يوه غړي د نوم د نه خپرېدو په شرط د چنګاښ په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه وسله والو طالبانو د پلخمري اړوند ډنډغوري سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې پنځه پوليس وژل شوي او د ملي اردو د پنځه سرتېرو په ګډون ١٤ نور امنيتي سرتېري ټپيان شوي دي.

دغه راز يوې امنيتي سرچینې هم د دې جګړې په تايید پژواک ته وویل، تېره شپه د ډنډغوري په ګورګورک سيمه کې طالبانو بريد کړى چې په ترڅ کې يې څلور پوليس وژل شوي او د ملي اردو دوه سرتېري ټپيان دي.

همدارنګه پلخمري کې د ملکي روغتون سرطبیب ډاکټر محمد انور وردګ پژواک ته وويل چې له يادې پېښې څخه بېګاه پنځه جسدونه او ١٣ ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده چې درې ورځې مخکې هم د بغلان په نهرين ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه بريد کې ٢٥ پاڅون کوونکي وژل شوي وو.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.