کابل (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۹۸): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې افغانستان د ترهګرۍ اصلي قرباني هېواد دی، هغه ترهګري چې تل یې د امریکا متحده ایالتونو په مالي مرسته او مبهمو سیاستونو وده کړې ده.
حامد کرزي دغه څرګندونې د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو خبرو په غبرګون کې کړې دي.
ټرمپ له یوې امریکايي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي وو چې ګواکې افغانستان د ترهګرۍ لابراتوار دی.
ده زیاته کړې چې افغانستان د تروریستانو لپاره د لابراتوار مثال لري، که چېرې امریکایان له دغه هېواده بهر شي، اندېښنه شته چې هغوی بیا پیاوړي شي.
ټرمپ په دې مرکه کې افغانستان د امریکا له مشهور پوهنتون هاروارډ سره تشبه کړ او ويې ویل چې دا هېواد د ترهګرو لپاره د یاد پوهنتون حیثیت لري.
د امریکا ولسمشر ټینګار کړی چې غواړي خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي، خو اندېښنه لري چې که یې ځواکونه ووځي، د افغانستان له خاورې به بیا پر امریکا بریدونه وشي.
خو حامد کرزي ويلي چې افغانستان د تروریزم اصلي قرباني دی، هغه تروریزم چې د امریکا پر مالي مرستو او مبهومو سیاستونو يې وده او نمو کړې ده.
نوموړي زیاته کړې چې په افغانستان کې د دغه هېواد په پراخ نظامي، سیاسي او استخباراتي شتون کې د داعش ډلې رامنځته کېدل د دغه مطلب څرګند دلیل دی.
حامد کرزي زیاته کړې: "په افغانستان کې جګړه او تاوتریخوالی زموږ د هېواد د مسئلې حل نه دی، بلکې د سولې د پروګرام په افغاني کولو او د سوله ییزو فعالیتونو په زیاتولو سره کېدای شي دغه اوږدمهاله ورانوونکې جګړه پاي ته ورسېږي."
login or register a new account.