Language

پنځه پاکستاني سرتېري له هند سره پر پوله وژل شوي

کابل (پژواک، ١٣ چنګاښ ٩٨): د پاکستان او هند ترمنځ په ګډه د کشمير په سيمه کې د يوې چاودنې له امله پنځه پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا پېښه پرون د پاکستاني کشمير د چهمب په سيمه کې د ګډې پولې په څو مترۍ کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې چې هلته د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله پنځه سرتېري وژل شوي او يو بل ټپي دى.

د پاکستان پوځ تور پورې کړى چې په دې پېښه کې د هندوستان پوځ لاس لري، خو هند دا تور رد کړى دى.

login or register a new account.