Language

د کرکټ په نړیوال جام کې د افغانستان سفر په نهمه ماتې پای ته ورسېد

کابل (پژواک، ١٤ چنګاښ ٩٨) : د کرکټ په نړيوال جام کې د افغانستان د ملي لوبډلې سفر پر وروستۍ او نهمې لوبې ماتې سره پاى ته ورسېد.

افغانستان خپله وروستۍ لوبه پرون له ويسټ انډيز سره ترسره کړ، ددې لوبې پچه ويسټ انډيز وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د ويسټ انډيز لوبـدلې په ټاکل شويو ٥٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدلو ٣١١ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ٣١٢ منډو هدف ورکړ.

د  افغانستان له لوري دولت ځدراڼ ٢ ، نبي ، راشد او سيد شېرزاد يو يو لوبغاړى وسوځولو.

د کرکټ ملي لوبډلې د ياد هدف ترلاسه کولو لپاره چې لوبه پيل کړه؛ نو لوبډلمشر ګلبدين په پنځو منډو وسوځېد، خو ورپسې رحمت شاه او اکرام علي خېل د افغانستان منډې تر ١٥٠ پورې ورسولې.

پر دې مهال امکانات ډېر و، چې افغانستان به دا لوبه په اسانۍ سره وګټي، خو د رحمت او علي خېل تر سوځېدو سره د نورو لوبغاړو د سوځېدلو لړۍ هم پيل شوه  او ټوله لوبډله په ٥٠ اورونو کې په ٢٨٨ منډو وسوځېدله او دغه راز ويسټ انډيز دا لوبه د ٢١ منډو په توپير سره وګتله.

د افغانستان له لوري اکرام علي خېل ٨٦ ، رحمت شاه ٦٢، اصغر افغان ٤٠، نجيب ځدراڼ ٣١ او سيد شېرزاد ٢٥ منډې جوړې کړې.

افغانستان په دې سياليو کې خپلې ټولې نهه لوبې بايلودې، خو په وروستيو ځينو لوبو کې يې ښه مقابله وکړه.

د يادونې وړ ده، چې افغانستان د دويم ځل لپاره د يوه ورځني کرکټ په نړيوال جام سياليو کې برخه واخيسته، د ٢٠١٥ کال په لومړي ځل يې برخه اخيستې وه او يوه لوبډله يې له سکاټلينډ څخه ګټلې وه.

login or register a new account.

Related Topics