Language

د پژواک نظر پوښتنه : ٥٦ سلنه مينه والو د راشد خان د کپتانۍ ملاتړ کړى

کابل (پژواک، ٢٣ چنګاښ ٩٨): د کرکټ د ملي لوبـډلې د لوبډلمشر په توګه د راشد خان د ټاکل کېدو په اړه د پژواک اژانس د نظر پوښتنې په ځواب کې له نږدې لسو زرو مينه والو څخه ٥٦ سلنه يې د راشد خان ملاتړ کړى دى.

له نړيوال جام مخکې ګلبدين نايب د ملي لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو، خو راشد خان او محمد نبي ورسره کلک مخالفت وکړ او په ټويټر کې يې خپل غبرګون وښود، د همدغه مخالفت او د لوبغاړو ترمنځ د اختلافاتو له امله په نړيوال جام کې ملي لوبـډله ښه ونه ځلېده.

دوه ورځې مخکې د افغانستان کرکټ بورډ په يوه خبري کنفرانس کې راشد خان د ټسټ، يو ورځنيو لوبو او شل اووريزو سياليو لپاره د ملي لوبډلې کپتان او اصغر افغان يې مرستيال وټاکلو، چې د ګلبدين نايب له خوا يې ملاتړ وشو او مبارکي يې هم ورکړه.

له يادې پرېکړې وروسته راشد خان په ټولنيزه شبکه فېسبوک کې د يوه پوسټ له لارې له کرکټ بورډ څخه مننه کړې چې پر ده يې باور وکړ او کپتان يې وټاکه.

هغه زياته کړې: ((له خپل وطن او ولس سره ژمنه کوم چې د افغانستان د کرکټ د لا ښه کېدو لپاره به شپه او ورځ هلې ځلې کوم. همدا افغانستان دی چې موږ ته يې نوم او عزت راکړی دی.))

راشد خان د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې سلګونه زره مينه وال لري، خو د ګلبدين نايب د کپتان کېدو مخالفت او ټويټونو په کولو سره يې په افغانستان کې مينه وال کم او په دې وروستيو کې پرې نيوکې هم زياتې شوې دي.

هغه چې پرون تر کپتان کېدو وروسته کوم پوسټ کړى، پر هغه تر اوسه تر يوولسو زرو ډېرو کسانو کمېنټونه کړي چې ډېرو يې پر راشد خان سختې نيوکې کړې دي.

پژواک خبري اژانس په خپله رسمي فېسبوک پاڼه کې چې نږدې ١٦ سوه زره مينه وال لري، د راشد خان د کپتان ټاکل کېدو په اړه يې نظر پوښتنه کړې وه.

پر دې نظر پوښتنې لس زره او ٦٠٠ کسانو رايې ورکړې دي، په دې کې نږدې شپږ زره کسانو د راشد خان د کپتانۍ سره موافقه ښودلې او څه دپاسه څلور نيم زره نورو کسانو ورسره مخالفت کړى دى.

چې د رايو له مخې، ٥٦ سلنه مينه والو د راشد خان له کپتانۍ سره موافقه کړې او ٤٤ سلنه نورو بيا له دې پرېکړې سره مخالفت ښودلى دى.

د پژواک پر دې نظر پوښتنې ١٣٩ کسانو نظرونه هم ورکړي چې يو شمېر يې د راشد خان پلوي کړې او ځينو نورو بيا پرې نيوکې کړې دي.

د نقيب الله عيني په نامه يو تن ليکلي، پر ځای پرېکړه او ډېر عالي انتخاب دی چې راشدخان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان وټاکل شو. هغه زياته کړې: (( زه لومړی راشد خان ته مبارکي وايم او بيا د افغانستان ټول ولس ته مبارکي وايم، راشد خان ځوان اوبا استعداده شخص دی، ورته لا برياليتوبونه غواړم.))

login or register a new account.