Language

مزار ښار کې په لومړي ځل تېره شپه مخابراتي شبکو خپل فعاليتونه بند کړي وو

مزارشريف ( پژواک، ۳۰چنګاښ ۹۸): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې په لومړي ځل تېره شپه مخابراتي شبکو خپل فعاليتونه بند کړي وو.

مزارشريف کې د يادو شبکو مسوولين په رسمي ډول رسنيو سره خبرې نه کوي؛ خو يوې معتبرې سرچينې پژواک ته وويل، چې د طالبانو له ګواښ وروسته مخابراتي شبکو د چنګاښ مياشتې د ۲۹مې ورځې په ماښام مزار ښار کې خپل خدمات تر سهاره پورې ځنډولي وو.

د چنګاښ مياشتې په ۳۰مه، بلخ ولايت مقام، د بلخ امنيه قوماندان، ولايتي شورا رييس او مخابراتي شبکو استازو بېړنۍ ناسته وکړه.

د ولايت مقام مطبوعاتي مسوول منير احمد فرهاد پژواک ته وويل، چې تېره شپه د مخابراتي شبکو د خدماتو ځنډولو موضوع د بلخ د سيمه ييزې ادارې د بدنامۍ لپاره جوړه شوې دسيسه وه.

نوموړي د هغه چا نوم نه اخلي، چې په وينا يې دا دسيسه يې جوړه کړې؛ خو زياتوي، چې د مخابراتي شبکو دغه ګام د حکومت له مخالفينو سره په همغږۍ پورته کړی دی.

فرهاد زياتوي، چې مزارشريف ښار کې هېڅ ډول ګواښ يادو شبکو ته راجع نه و.

د مزارشريف اوسېدونکي احمد خالد پژواک ته وويل، چې سيمه ييز چارواکي بايد د تېرې شپې د پېښې عوامل معلوم کړي.

نوموړی زياتوي، که د مزارشريف حالت دومره خراب وي، چې مخابراتي شبکې په کې خپل خدمات بندوي؛ نو چارواکي بايد خلکو ته ووايي، چې دوی خپل غم وخوري.

هغه د بلخ سيمه ييز چارواکي تورن کړل، چې د خلکو د فزيکي او رواني امنيت په ساتلو کې پاتې راغلي دي.

د بلخ د ولايتي شورا رييس افضل حديد هم د مخابراتي شبکو ياد اقدام د بلخ د خلکو پر وړاندې دسيسه وبلله.

هغه د چا نوم نه اخلي خو وايي، چې يو شمېر کړۍ هڅه کوي؛ څو د بلخ امنيت له ګواښ سره مخ کړي. د حديد په خبره که مخابراتي شبکې يو ځل بيا په مزارشريف ښار کې د سيمه ييزو چارواکو له په جريان کې کولو پرته ورته کار وکړي؛ نو دوی به يې پر وړاندې غلي پاتې نه شي.

نوموړي د بلخ له سيمه ييزې ادارې وغوښتل، چې د ښار د ټولنيز امنيت مختل کېدو په خاطر دې له مخابراتي شبکو سره قانوني چلند وکړي.

login or register a new account.