کابل (پژواک، ٢ زمرى ٩٨): وليد تميم په هندوستان کې د افغانستان نوى لوى سفير ټاکل شوى دى.
د افغان حکومت يوې سرچينې د زمري په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تمیم د ولسمشر د فرمان له مخې ټاکل شوى او ډېر ژر به خپله دنده پيل کړي.
په خپله وليد تميم هم پژواک اژانس ته ومنله چې د سفير په توګه ټاکل شوى دى.
نوموړى تر اوسه د افغانستان د تېلو او ګازو ملي ادارې د رييس په توګه دنده ترسره کوله.
له دې مخکې ډاکتر شيدا احمد ابدالي په هندوستان کې د افغانستان د سفير په توګه دنده ترسره کوله، خو تېر کال ولسمشرۍ ټاکنو ته د کاندیدېدو لپاره یې یاده دنده پرېښوده.
له شاوخوا نږدې يو کال راهيسې افغانستان په نوي ډيلي کې سفير نه درلود.
login or register a new account.