Language

چارواکي: د کاسا ۱۰۰۰ پروژې چارې به راتلونکې اوونۍ له شمالي ولايتونو پيل شي

پلخمري (پژواک، ۲ زمری ۹۸): چارواکي وايي چې په افغانستان کې د برېښنا کاسا ١٠٠٠ پروژې د سروې کارونه بشپړ شوي او راتلونکې اوونۍ به یې له شمالي ولايتونو کارونه پيل شي.

په شمال کې د کاسا پروژې لپاره د خلکو او حکومت ترمنځ د اړيکو مسوول محمد اغا جبارخېل د زمري په ۲مه په بغلان کې په دې اړه د همغږۍ يوې غونډې ته وويل چې د مرکزي اسیا دوه هېوادونه غواړي خپله اضافي برېښنا پر پاکستان وپلوري.

هغه زياته کړه چې دغه برېښنا چې د کاسا ١٠٠٠ پروژه ورته ويل کېږي، د افغانستان له خاورې پاکستان ته لېږدول کېږي.

جبارخېل وايي، د يادې برېښنا مزي له ازبکستان څخه کندوز، بغلان ، پنجشېر، کاپیسا، کابل، لغمان او د ننګرهار له لارې پاکستان ته اوړي.

د نوموړي په وينا، د دې په بدل کې ځايي اوسېدونکو ته د هغوی د نیول شوو ځمکو بيه ورکول کېږي، په اړوندو سيمو کې پراختیايي پروژې پلې کېږي او هر کال به افغانستان ته ٥٠ ميليونه ډالر هم ورکول کېږي.

هغه زیاته کړه، دغه ټوله برېښنا پاکستان ته ځي او په افغانستان کې به ترې ګټه نه اخیستل کېږي، خو زرګونو کسانو ته به د کار زمينه په کې برابره شي.

د بغلان د چاپېریال ساتنې ادارې رييس نورالله اميني وويل چې د يادې برېښنا مزی پر اړوند چاپېریال يو ډول منفي اغېزې غورځوي چې باید په اړه یې له مخکې فکر وشي.

خو هغه زياته کړه چې د ترسره شوې سروې ارزونه يې کړې، په نړيوال معيار برابره ده او کومه ستونزه نه لري.

د بغلان د اندراب ولسوالۍ د انکشافي شوراګانو رييس رحم خدا وويل، ځايي خلک د دې پروژې ملاتړ کوي خو چې د ځمکو په بدله کې دې یې د خلکو له غوښتنو سره سم انکشافي کارونه ترسره شي.

دی وايي: ((موږ ته که برېښنا نه راکول کېږي، خو د سیمې نور پرمختګ لکه سړکونه، کلينيکونه، لارې جوړول او داسې نور خو مو حق دی او دا غواړو، که دا غوښتنه مو ونه منل شي، د پروژې د عملي کولو اجازه نه ورکوو.))

د يادونې ده، پخوا پرېکړه شوې وه چې له برېښنا څخه به ٣٠٠ ميګاواټه افغانستان ته ورکول کېږي، خو اوس مسوولين وايي چې د برېښنا پر ځاى د کال ٥٠ ميليونه ډالر ورکوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.