کندوز (پژواک، ٣ زمرى ٩٨): سرچينې وايي، وسله والو طالبانو په تخار ولايت کې د امنيتي ځواکونو پر يوه مرکز بريد کړی چې په کې ګڼ شمېر سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د زمري په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د اشکمش ولسوالۍ د تېپه په سيمه کې د پوليسو پر يوه مرکز ډله ييز بريد وکړ.
سرچينې زياته کړه، په دغه بريد کې ١٥ سرتېري وژل شوي او ١٣ نور ټپيان دي چې په کې د عامه نظم او ملي پوليس شامل دي.
سرچينه وايي چې وسله والو طالبانو له ځان سره وسلې، مهمات او پوځي موټر هم وړې دي.
خو يوې بلې سرچينې بيا وويل چې په دغه بريد کې ټول ٢٨ پوليس وژل شوي او او څو نور ټپيان دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.