Language

خوست کې د خپلواکۍ ورځې په وياړ له سلګونو بېوزلو کورنيو سره مرسته وشوه

خوست ښار (پژواک، ۵ زمری ۹۸): د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په وياړ په خوست کې له بېځایه شوو او زیانمنو سلو کورنیو سره د خوراکي او نورو توکو مرسته وشوه.

په دې مرسته کې چې له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست له خوا له یادو کورنيو سره وشوه، غنم، وريجې، غوړي او نور خوراکي او غير خوراکي توکي په کې شامل دي.

د خوست والي محمد حليم فدايي د دې مرستې د وېش پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه کورنۍ چې د جنګونو او طبيعي افتونو له امله زيانمنې شوې او يا بېځايه شوې دي، د دغه ولايت د بېلابېلو سيمو اوسېدونکي دي.

هغه وويل، له هرې زيانمنې شوې کورنۍ سره د يوولسو زرو افغانيو معادل د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وشوه چې ټول ټال څه باندې يو ميليون افغانۍ کېږي.

فدايي زياته کړه، له دې لارې به وکولی شي چې تر يوه بريده د يادو کورنيو لومړنۍ اړتياوې پوره شي.

هغه زياتوي، ولايتي اداره پلان لري په راتلونکي کې له ۱۸زرو زيانمنو او بېځايه شوو کورنيو سره د خوراکي او نورو توکو مرسته وکړي.

بلخوا دغه کورنۍ که څه هم د يادې مرستې په ترلاسه کولو خوښې دي، خو وايي چې دا یې د اوږدمهال لپاره کافي نه ده او بايد نوره مرسته هم ورسره وشي.

login or register a new account.

Related Topics