Language

محب: په بغلان کې د شمال لويې لارې خوندي کولو لپاره به چټک اقدام وکړو

پلخمري (پژواک، ٧ زمرى ٩٨): د ملي امنيت سلاکار وايي چې په بغلان ولايت کې د شمال لويې لارې د امنيت لپاره به چټک اقدام وشي او عمليات به پيل شي.

د ملي امنيت شورا وياند کبير حقمل د زمري په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار ډاکتر حمدالله محب نن سهار له يوه لوړپوړي امنيتي پلاوي سره بغلان ولايت ته سفر وکړ.

هغه زياته کړه چې نوموړي د بغلان  له والي، امنيه قوماندان او نورو ځايي چارواکو او قومي مشرانو سره د دغه ولايت پر امنيتي موضوعاتو خبرې وکړې.

د ملي امنيت سلاکار د بغلان له والي سره د ليدنې پر مهال له رسنيو سره هم خبرې وکړې او د هغو پوښتنو ته يې ځوابونه وويل.

محب وويل چې بغلان ته يې د راتګ هدف د دغه ولايت د امنيت ارزونه ده چې له ځايي چارواکو سره یې پرې خبرې کړې او بیا به په اړه اقدام کوي.

هغه د پژواک د دې پوښتنې په ځواب کې چې د دغه ولايت د ډنډغوري او دهنه غوري سيمې له څلورو کلونو راهيسې له طالبانو سره دي، په دې اړه څه پلان لرئ؟ وويل چې ډېر ژر به په دې سيمو کې عمليات پيل کړي.

د ملي امنيت سلاکار ويلي، وسله وال طالبان غواړي چې له دغو سيمو د کابل او شمال ترمنځ د لارې امنيت ګډوډ کړي.

هغه زياته کړه، د افغانانو دښمنان هڅه کوي چې د شمال لويه لاره نا امنه کړي؛ ځکه چې دا لاره له اقتصادي او سوداګريز پلوه ډېره مهمه ده.

د ملي امنيت سلاکار وايي، بغلان ځکه مهم ولايت دى چې د منځنۍ اسيا هېوادونو ته پر لاره پروت دى او امنيت يې حکومت ته ډېر ارزښت لري.

محب له طالبانو سره د سولې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې طالبان لا هم پر امارت ټينګار کوي چې هېڅکله افغان دولت ته د منلو نه دی.

هغه زياته کړه، افغان دولت سولې ته د رسېدو لپاره د هغې پروسې ملاتړ کوي چې په کې د تېرو ١٨ کلونو لاسته راوړنې خوندي وي.

نوموړي د کابل د پرونۍ پېښې په اړه وويل چې دغه برید پر ډيموکراسۍ بريد و او دښمنانو غوښتل چې ټاکنې ګډې وډې کړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.