ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې ځیني غړي له طالبانو سره پر کېدونکې سوله اندېښمن دي

د ولسي جرګې ځیني غړي له طالبانو سره پر کېدونکې سوله اندېښمن دي

author avatar
2 Aug 2019 - 15:35
د ولسي جرګې ځیني غړي له طالبانو سره پر کېدونکې سوله اندېښمن دي
author avatar
2 Aug 2019 - 15:35

کابل (پژواک، ١١ زمرى ٩٨): د ولسي جرګې ځيني غړي وايي چې له وسله والو طالبانو سره سوله باید په داسې بڼه وشي چې له هغې سره په هېواد کې بشپړ ثبات رامنځته شي او د ټولو افغانانو په کې خیر وي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ چې په قطر کې  له تېرو څو میاشتو راهیسې خبرې اترې پیل شوې وې، اوس مهم پړاو ته داخلې شوې او ویل کېږي چې په راتلونکو څو ورځو کې به یې ترمنځ هوکړه لیک هم لاسلیک شي.

په دې اړه په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازي حاجي حضرت علي د زمري په ١١مه په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې د افغانستان د سولې او جګړې کيلي د افغانانو نه، بلکې د پرديو په لاس کې ده.

نوموړي د کوم هېواد نوم ياد نه کړ خو زياته يې کړه چې يو شمېر هېوادونه لا هم له يوې خوا د افغانستان د سولې لپاره کار کوي او له بل لوري یې د جګړې اږدولو لپاره هڅې پیل کړې دي.

دى وايي: ((همدا اوس د ننګرهار او کونړ ولايتونو په يو شمېر سيمو کې داعش او لشکر طيبه ډلو پراخ فعاليتونه پيل کړي او مرکزونه يې جوړ کړي دي، دوى د همدې هېوادونو په مالي مرسته چلېږي.))

حاجي حضرت علي زياتوي چې د افغان حکومت، طالبانو او امريکا ترمنځ بايد داسې يوه سوله وشي چې بيا وروسته نورو وسله والو ډلو ته د فعاليت لپاره هېڅ چانس په لاس ورنه شي.

ده زياته کړه: ((نو د دې لپاره چې په سوله کې تاوان ونه کړو، وړاندې له دې چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پيل شي، بايد حکومت، سياسيون او نور مشران په خپلو کې سره کېني، يوه قوي اجنډا او برنامه جوړه کړي څو هېواد ته تلپاتې او سراسري سوله راشي.))

دا په داسې حال کې ده چې حکومت په دې وروستيو کې هلې ځلې پيل کړې څو له طالبانو سره د خبرو لپاره يو ١٥ کسيز مذاکراتي پلاوى وټاکي.

حضرت علي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د پلاوي په ټاکلو کې له ملي شورا سره مشوره شوې؟ د وويل: ((نه د دغه پلاوي په اړه تر اوسه له ملي شورا سره مشوره نه ده شوې، خو دومره ويلاى شو چې د ملي شورا درې غړي به هم په همدغه پلاوي کې وي.))

دغه راز دى ټينګار کوي چې د ولسمشرۍ ټول کانديدان هم بايد د سولې په اړه همغږي وي او هڅه دې وکړي چې په دې پروسه کې د افغانستان عزت او ابرو خوندي وساتي.

دى زياتوي: ((ټول خو هسې هم ګټونکي نه دي، يواځې يو کس بريالى کېږي، خو که د سولې پروسه بريالۍ شي نو دا بيا په دې معنا ده چې ټول افغانان بريالي شوي دي.))

دغه راز په ولسي جرګه کې د کابل استازي فدا محمد الفت پژواک ته وويل چې سوله د ټولو افغانانو هيله او غوښتنه ده.

خو دى وايي: ((تر اوسه دا هر څه مبهم روان دي، د جرګې غړي تر اوسه په دې اړه دقيق معلومات نه لري خو په هر حالت کې بايد داسې سوله وشي چې د ټولو افغانانو په کې خیر وي.))

د يادونې ده، د امریکایي ځواکونو وتل، له ترهګرۍ سره مبارزه، بین الافغاني مذاکرات او پراخ بنسټه اوربند د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اساسي ټکي دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.