Language

د شپږمې امنيتي حوزې په دروازه کې موټربم بريد شوى

 

کابل (پژواک، ١٦ زمرى ٩٨): د کورنيو چارو وزارت وايي چې د شپږمې امنيتي حوزې په نظام قرول کې موټر بم بريد شوى دى.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي پژواک ته وويل چې چاودنه نن سهار نهه نيمې بجې شوې ده.   

 دا چاودنه په داسې حال کې شوې چې کورنيو چارو وزارت د کابل په بېلابېلو سيمو کې د عملياتو د پيل خبر ورکړى دى. 

login or register a new account.