کابل (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٨) : د ملي دفاع وزير اسدالله خالد وايي، د بهرنيو ځواکونو د وتلو په صورت کې افغان ملي ځواکونه ددې وړتيا لري چې د خپل هېواد او هېوادوالو امنيت وساتي.
نوموړي د زمري په ٢٤مه،د ناټو له قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره په يوه خبري غونډه کې دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې اترې يوې هوکړې ته نږدې شوي او ويل کيږي چې امريکا به په لومړي قدم کې شپږ زره سرتېري باسي.
دغه راز امريکايي رسنۍ نيوز ويک څو ورځې مخکې خبر ورکړى و چې په افغانستان کې مېشتو امريکايي او ناټو ځواکونو ته ويل شوي چې پر طالبانو خپل بريدونه محدود کړي.
خو د افغانستان د ملي دفاع وزير وويل چې ناټو او امريکايي ځواکونو ته تر اوسه داسې څه نه دي ويل شوي او نه هم له دوى سره يې په همکاريو کې کوم بدلون راغلى دى.
هغه زياته کړه، تر اوسه دا ډول نمونه نه ګوري چې ناټو او امريکايي ځواکونه له افغانستان څخه وځي.
خو اسدالله خالد وايي، کله چې هغوى وځي افغان ملي ځواکونه ددې وړتيا لري چې د خپل هېواد او هېوادوالو امنيت ټينګ وساتي.
نوموړي زياته کړه، جنګ طبعي دى، تلفات دي، مخالفين هېڅ قانون ته درناوى نه لري، د ښارونو په منځ کې بريدونه او چاودنې کوي.
نوموړي د پکتيا په زرمت کې د عملياتو په اړه وويل چې هغه د ملي امنيت له خوا ترسره شوي، د ولسمشر په سپارښتنه پلټنې پيل شوې دي.
د هغه په وينا، تر نن ماښامه به په دې اړه لومړنۍ څېړنې ترسره شي او له مسوولينو څخه به پوښتنې کېږي.
خالد زياتوي،د تېر کال په پرتله د ملي ځواکونو تلفات کم شوي او لامل يې دادى چې له بېلابېلو سيمو څخه وړې او کمزورې پوستې راټولې او پر ځاى يې قوي غټ مرکزونه جوړ شوي دي.
خو د ملي دفاع وزير وويل،د جګړې فشار زيات شوى او وسله وال طالبان هڅه کوي چې له جګړې سره د قطر په مذاکراتو کې ډېر امتياز ترلاسه کړي.
اسدالله خالد د داعش او القاعدې د فعاليتونو په اړه د پژواک د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې افغان ملي دفاعي ځواکونه د ټولو وسله والو مخالفينو پر ضد عمليات کوي.
login or register a new account.