کابل (پژواک، ٣ وږى ٩٨): وسله والو طالبانو دا خبره رد کړې چې ګواکې دوى په افغانستان کې د موقت حکومت پر جوړولو هوکړه کړې ده.
پرون ځينو عربي رسنيو خبر ورکړى و چې په قطر کې د نهم پړاو خبرو پر مهال دواړو لورو د ١٤ مياشتو لپاره د موقت حکومت پر جوړولو موافقه کړې ده.
د دغه خبر له خپرېدو څو ساعته وروسته په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين په ټويټر کې دا خبر رد کړه.
هغه زياته کړه، کوم خبر چې د موقت حکومت د هوکړې په هکله په رسنیو کې خپرېږي، حقيقت نه لري.
دغه راز د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم په ټويټر کې ليکلي: "موږ د انتقالي حکومت په اړه هېڅ بحث نه دی کړی او د حکومتولۍ په اړه بحث په افغانانو پورې اړه لري."
د امريکا او طالبانو ترمنځ نهم پړاو خبرې اترې په دوحه کې روانې دي او ويل کېږي چې يو شمېر نور پرمختګونه هم په کې شوي دي.
اټکل کېږي چې د روانې اوونۍ په اوږدو کې د دواړو لورو ترمنځ هوکړه اعلان شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن