Language

د جمعيت ګوند د انسجام شورا د رييس زوى وژل شوى

تالقان(پژواک، ٥ وږى ٩٨): د جمعيت اسلامي ګوند د انسجام شورا د رييس او په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو د پخواني استازي زوى په تالقانو ښار کې وژل شوى دى.

د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير د وږي په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر ماښام شاوخوا اووه بجې په تالقانو ښار کې په ولسي جرګه کې د تخار د پخواني استازي سيد اکرام الدين معصومي زوى شجاع الدين معصومي د خپل ګاونډي له زوى سره لومړى لفظي بيا فزيکي شخړه کړې ده.

هغه وايي: ((دغه ګاونډى يې اميد نوميږي، شجاع الدين په چاقو وهلى چې اول ټپى شوى او بيا يې وروسته په روغتون کې ساه ورکړې ده.))

د اسير د معلوماتو له مخې، خپله اميد تښتېدلى خو پلار او ورور يې د پوليسو له خوا نيول شوي دي.

د معصومي کورنۍ په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

بل لورته بيا د تالقانو اوسېدونکي د نامسوولو وسله والو له ډېروالي شکايتونه کوي.

د تالقانو ښار يوه اوسېدونکي محمد نعيم پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې د نا مسوولو وسله والو شمېر ډېر شوى دى.

دى وايي: ((هره ورځ په ښار کې ډلې ډلې وسله وال ګرځي څوک ترې پوښتنه نه کوي، هره ورځ دلته جنايي جرمونه کيږي.))

د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم د تخار اوسېدونکو په دغه ولايت کې د نامسوولو وسله والو له ډېروالي شکايتونه کړي وو خو تر اوسه يې چا مخه نه ده نيولې.

login or register a new account.