مزارشريف (پژواک، ۷ وږی ۹۸) : د مزارشريف ښار په لسمه ناحيه کې شاوخوا څلور زره کورنيو ته د ۲۰ کيلو واټ برېښنا رسونې د عملي چارو پيلېدو تړون لاسليک شو.
په بلخ کې د برېښنا شرکت رييس انجنير حميدالله حميدي د وږي په ۷مه په همدې تړاو جوړ شوي پروګرام کې رسنيو ته وويل چې ياده پروژه به په ۱۷ مياشتو کې بشپړه شي چې له مخې به يې شاوخوا ۴زره کورنۍ له برېښنا برخمنې شي.
هغه زياته کړه چې دغه شبکه د مزارشريف ښار په لسمه ناحيه کې پلې کېږي.
حميدي وايي چې د برېښنا د دې شبکې د چارو پيلېدو تړن يې د ريټنټ په نوم یوه شرکت سره لاسليک کړ.
د هغه په وينا، پر ياده پروژه ټول ټال دوه ميليونه يورو لګښت راځي چې د المان هېواد د (R I D F) موسسې له خوا تموېلېږي.
د بلخ د برېښنا رييس وايي چې د برېښنا د دې شبکې د تطبيق پر مهال به ۱۴ ترانسفرمرونه هم د لسمې ناحيې په ساحه کې نصب شي.
د ريټنټ ساختماني شرکت مرستيال عبدالفتاح پژواک ته وويل، دوی هڅه کوي څو په ټاکل شوې موده کې د برېښنا رسونې دغه پروژه بشپړه کړي.
هغه زياتوي چې دغه شبکه به په سټندرد بڼه جوړوي څو خلک له لا ډېرو اسانتياوو برخمن شي.
نوموړي د سيمې له خلکو هم وغوښتل چې د يادې پروژې د تطبيق په برخه کې ورسره مرسته وکړي.
د مزارشريف ښار نږدې ټوله برېښنا وارداتي ده چې ازبکستان هېواد يې ورکوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP