Language

بغلان کې له ۵۰۰  غالۍ اوبدونکو کورنیو سره مرسته وشوه

پلخمري (پژواک، ٧ وږى ٩٨): د بغلان د کلیو د پراختیا ریاست له لوري  د کلیوالي اقتصاد پیاوړتیا پروګرام کې شاملو ۵۰۰ غالۍ اوبدونکو کورنیو سره د حفظ الصحي توکو مرسته وشوه.

د دې ولايت د  کلیو د بیارغونې او پراختیا ريیس انجنیر اول خان احمدزي د وږي په ٧مه په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل، بغلان ته له ګاونډیو هېوادونو راستنې شوې هغه کورنۍ چې د کلیوالي اقتصاد پیاوړتیا پروګرام کې شاملې او عملاً په غالۍ اوبدلو بوختې دي، د یاد پروګرام له مخې ورته یو لړ صحي توکي وېشي چې د غالیو اوبدلو پرمهال ترې استفاده کولى شي.

ده زياته کړه، مرستندویه بسته کې کمربند، ماسک، واسکټ، ځانګړې یوه جوړه جامې او یو سطل دی چې عموماً د غالۍ اوبدلو پرمهال کارول کېږي.

په بغلان کې د کلیوالي اقتصاد پیاوړتیا پروګرام مسوول عبدالصمد همکار وویل، دوی نن د شپږ نيم سوه زره افغانيو په لګښت پر ۵۰۰ هغو کورنیو چې د کلیوالي اقتصاد پیاوړتیا پروګرام له مخې عملاً پر غالیو اوبدلو بوختې دي، مرستندویه توکي ووېشل چې د کار پرمهال ترې ګټه پورته  کېږي.

د هغه په وينا، په دې ولايت کې د غالیو اوبدلو صنعت مخ پر غوړېدو دی او ورځ تر بلې یې د تولید کچه هم زیاتیږي.

په بغلان کې د کلیوالي اقتصاد پیاوړتیا پرګروام غړې مېرمن سکينه لشکري وايي، له کله نه چې یې دغه پروګرام کې شامله شوې او له مخې یې پر غالیو اوبدلو پیل کړی، کورنی اقتصاد یې ورځ تر بلې ښه کېږي.

دې زياته کړه، د کوراو ماشومانو د ښوونځي لوستلو ټول مصرف دا برابروي چې راتلونکي ته یې هیلې د همدې غالیو اوبدلو له لارې مخ پر غوړېدو دي.

په بغلان کې د کلیوالي اقتصاد پیاوړتیا پروګرام تېر کال له ګاونډیو هېوادونو تازه راستنو شویو کورنیو ته د غالۍ اوبدلو ماشین الاتو پر ورکولو پیل شو او ویل کېږي تراوسه د دغه پروګرام له مخې په ټول هېواد کې شاوخوا د سل میلیونه افغانیو په ارزښت غالۍ اوبدل شوې دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.