Language

پاکستان او چین دافغان حکومت او طالبانو ترمنځ د نیغ په نیغه خبرو غوښتنه وکړه

کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۹۸): پاکستان او چین د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د نیغ په نیغه مخامخ خبرو د ژر پیلیدو غوښتنه وکړه.
د افغان سولې په تړاو د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیزه ناسته نن ترغرمې و روسته د پاکستان په پلازمینه ا سلام اباد کې وشوه.
دبهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني دافغانستان په استازیتوب پکې ګډون کړی و.
د پاکستان دبهرنیو چارو وزارت لخوا د وږي په ۱۶مه، تر ماښام وروسته ددې درې اخیزې دناستې په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه.
په اعلامیه کې راغلي، چې درې واړو خواوو د افغانستان په کابل، فراه، کندوز او بغلان ولایتونو کې وروستي بریدونه وغندل ،چې له امله یې ګڼ شمیر ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سرچینې زیاته کړې، چې په دې ناسته کې د سولې د هڅو ملاتړ، سیمییز اقتصادي اتصال ، پرمختګ او همکارۍ او ترهګرۍ پر ضد مبارزې برخو کې دهمکاریو زیاتولو پریکړه وکړه.
په اعلامیه کې راغلي، دناستې ګډونوالو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ ژر تر ژره د بین الافغاني مذاکراتو پر پیلولو ټینګار وکړ ، څو تاوتریخوالی کم او اوږودمهاله سوله رامنځته شی.
سرچینې ویلي، چې دوی افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د پروسې ملاتړ کوي.
تر یادې ناستې وروسته د بهرنیو چارو درې واړو وزیرانو په یوه ګډه خبري غونډه کې د ناستې په اړه معلومات او د خبریالانو سوالونو ته یې ځوابونه ورکړل.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل، چې په دې ناسته کې پر سیاسي اړیکو، دافغان سولې پروسې،. په امنیتي برخه کې پر همکاریو او یو شمیر نورو موضوعاتو خبرې وشوې.
هغه دعا وکړه، چې دافغان سولې پروسه یوې ښې پایلې ته ورسیږي.
قریشي هیله څرګنده کړه، چې دبین الافغاني مذاکراتو سره په ټوله سیمه کې سوله او ثبات رامنځته شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې ددرې واړو هیوادونو ترمنځ دکرکټ دوستانه سیالۍ هم ترسره کیږي.
هغه زیاته کړه، چې دتورخم بندر ۲۴ ساعته خلاص شوی خو د رسمي پرانستې په مراسمو کې یې افغان ولسمشر اشرف غني ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
د چین د بهرنیو چارو وزیر ویر وانګ ژی وویل، چې د سیمې د امن او ثبات لپاره سیمیزې اړیکې مهمې دي.
دافغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وویل، چې حکومت یې د سولې د مذاکراتو ملاتړ کوي خو طالبان باید په عمل کې اخلاص ثابت کړي.
هغه زیاته کړه، چې طالبان د بې ګناه ملکي وګړو وژلو ته ادامه ورکړې ، چې دغه کار د خلکو پر ژوند ناوړه اغیزه کړې ده.
ربانی وويل، دافغانستان او پاکستان اړیکې نور هم ښه کیدای شي.
دهغه په وینا، افغانستان تر ټولو زیات له ترهګرۍ ځپل شوی او پر ضد یې باید د افغان حکومت د هڅو ستاینه وشي.
په دې ناسته کې موافقه وشوه، چې بله د رې اړخیزه غونډه به چین کې کیږي.

login or register a new account.