Language

د کندهار لاريون کوونکي : ملي امنيت د جومات ملا امام وژلى

کندهار (پژواک، ۱۷ وږی ۹۸): د کندهار ښار د ۱۲مې امنیتي حوزې اړوندې سیمې سلګونو اوسېدونکو د یوه جومات د امام د وژل کېدو په غبرګون کې لاریون وکړ.

هغوی د وژل شوي امام جسد د ولایت مقام مخې ته د اعتراض په توګه یووړ او له چارواکو یې د پېښې د پلټنې او انصاف غوښتنه وکړه.

د اعتراض کوونکو له ډلې مولوي اختر محمد زعفراني پژواک خبري اژانس ته وویل، د ملي امنیت منسوبینو تېره ورځ غرمه مهال د کندهار ښار د ۱۲مې امنیتي حوزې د یوه جومات امام مولوي اسدالله بېولی او وروسته یې شکنجه او وژلی دی.

هغه زیاته کړه، نن د سیمې اوسېدونکو د هغه جسد د اعتراض په توګه د ولایت مخې ته راوړی، څو د پېښې پلټنه وشي او له کورنۍ سره یې انصاف وشي.

نوموړي وویل، امنیتي ځواکونه د خلکو د امنیت ساتلو دنده لري، نه د هغوی د شکنجه کولو او وژلو.

د اعتراض کوونکو له ډلې یوه بل تن ابراهیم جان پژواک خبري اژانس ته وویل، مولوي اسدالله تېره ورځ پاوکم یوه بجه د ملي امنیت له خوا بېول شوی و او دوه بجې یې جسد په روغتون کې تر لاسه شو.

ده هم ادعا وکړه چې هغه شکنجه شوی او بیا وژل شوی دی.

دی وايي، نن سلګونه خلکو د دغه راز ځورونو خلاف غږ پورته کړی او غوښتنه کوي چې د هغوی په غوښتنو دې غور وشي.

په دې اړه د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ د کندهار ملي امنیت ریاست د خپلو کشفي معلوماتو له مخې د کندهار ښار په ۱۲مه ناحیه کي د مولوی اسد الله په نوم یو تن نیولی و.

هغه زیاته کړه، له نیول کېدو وروسته یاد کس د لېږد پر مهال په لاره کې ساه ورکړې او سمدستي روغتون ته رسول شوی دی.

د ده په خبره، د دغې پېښې په غبرګون کې نن یو شمېر امامانو او عالمانو د ولایت مقام مخې ته لاریون وکړ.

دی وايي، د کندهار والي د دغې پېښې په تړاو د لاریون کوونکو له مشرانو، د وژل شوي امام د کورنۍ له غړو او د علماوو د ټولنې له مشرانو سره وکتل چې د ملي امنیت او ولایتي شورا رییسان او یو شمېر نور چارواکي هم حاضر وو.

login or register a new account.

Related Topics